IQNA

د افغانستان په کابل کې د قبة الصخره په شبیه د جومات مخ کتنه وشوه

14:38 - October 29, 2023
د خبر لمبر: 3488185
ایکنا-(کابل) دافغانستان د طالبانو دحکومت چارواکو  په کابل کې په بیت المقدس کې د قبةالصخره د شکل په معمارۍ سره یو جومات افتتاح کړ.

ایکنا دطلوع نیوز له قوله راپور راکړ، د افغانستان د  طالبانو دحکومت چارواکو  د جمعې په ورځې  په کابل کې د قبة الصخره په شکل  په معمارۍ سره یو جومات پرانیست.

دغه جومات د کابل په محمد اکبر خان مینه کې د قدس شریف د قبةالصخره په شکل سره  او د ملامحمد عمر مجاهد په نامې سره  نومول شوی دی.

د افغانستان د طالبانود  حکومت دکورنیو چارو وزیر سراج الدین حقانی ددغه جومات په پرانیستونکو دستوروکې پخپلې وینا کې دفلسطین په غزې د اسرائيلو د حملو په باب دغه جنایتونه په کلکه محکوم کړل و دا ئې یو نه بخښونکی اقدام وباله.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې د نړۍ ټول مسلمانان باید له فلسطینه ملاتړ وکړي ،ووئيل، د فلسطین پر مسلمانانو ظلم په سخته محکوموو و دا یو نه بخښونکی جنایت ګڼو چې پر مسلمانانو ئې کوي.

سراج الدین حقاني زیاته کړې ، درست اسلامی امت  د افغانستان د ولس پشمول ځانونه  د فلسطین په غم کې شریک ګڼي  او له هغوي سره خواخوږي او همدردي کوي.

د افغانستان د طالبانود حکومت دکورنیو چارو وزیر  ووئيل، په دغې ورځې  جومات مونږ د ملامحمد عمر مجاهد په یاد او نامې سره افتتاح کوو.

دغه جومات د ترکیې د یو شرکت په وسیله پلان او  جوړ شوی دی . ددغه شرکت نماینده  چې په دغو دستورو کې موجود ؤ ووئيل،دغه جومات ئې جوړ کړ څو د الاقصی جومات  ارزښت ژوندی پاتې شي.

دغه جومات په ۲۷۰مربع میټر مځکې کې په یولک شل زره ډالرو په ارزښت سره  جوړ شوی او د ۳۵۰لمونځ ګوزار پکې په یووخت لمونځ کولی شي.

هغه ووئيل، زمونږ نیّت  د درو جوماتونو ،یعنی مسجدالحرام،مسجد النبي او مسجدالاقصی  جوړولو ؤ چې  د مسلمانانو لپاره ډير زیات ارزښت لري.له بده مرغه الاقصی جومات  د مسلمانانو ترټولو لوي زخم دی  او ددې لپاره چې  پر دغه زخم کومه پټئ کیږدو، دغه جومات مو په کابل کې جوړ کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4178430/

captcha