ایکنا د پارس ټوډې په حواله راپور ورکوي چې، د فلسطیني ویب پاڼې «شهاب» د راپور له مخې، صهیونیسټي پوځیانو په جنین کې د نن ورځې د برید له امله د جنین په سویل او د «دوتان» په پوسته کې دوه فلسطیني ځوانان په ډزو سره ژوبل کړل. ځايي سرچينو هم ويلي، چې اشغالګرو دغې پوستې ته څېرمه يو ټپي فلسطينی ځوان هم نيولی دی.
د دغه رپوټ له مخې دغې پوستې ته څېرمه هم د مقاومت ځواکونو له نیواکګرو سره نښته وکړه چې په ترڅ کښې یې دواړو لورو په یو بل ډزې وکړې. له هغه وروسته د صهیونیسټي پوځیانو زیات شمیر د جنین د «یعبد» ښار په شاوخوا کې ځای پر ځای شول.
د لوېدیځې غاړې پر بېلا بېلو سیمو د صهیونیسټي پوځیانو دغه حملې په داسې حال کې کېږي چې په تېره ورځ او شپه کې د لوېدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې د صهیونیسټانو پر ضد ۱۳ عملیات ترسره شوي چې په ترڅ کې یې دوه صهیونیسټان ژوبل شوي هم دي.
په دغو عملیاتو کې ډزې، د لاسي بمونو چاوندې، د فلسطینیانو په سیمو کې د مېشتو فلسطینیانو له تجاوزونو سره مقابله او د لوېدیځې غاړې په شپږو برخو کې له صهیونیسټي پوځیانو سره جګړه شامله وه.
د دغه راپور له مخې، دغې پوستې ته څېرمه هم د مقاومت ځواکونو له نیواکګرو سره نښته وکړه چې په ترڅ کې یې دواړو لورو په یو بل ډزې وکړې. له هغه وروسته د صهیونیسټي پوځیانو زیات شمېر د جنین د «یعبد» ښار په شاوخوا کې ځای پر ځای شول.