IQNA

حماس: فلسطیني ملت به هېڅکله تسلیم نه شي

6:49 - August 25, 2023
د خبر لمبر: 3487850
ایکنا – (فلسطین) د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مرستیال په دې خبرې سره چې موږ باور لرو چې د صهیونیسټي دښمن پر وړاندې د مبارزې پایله بریا ده وویل: د فلسطین ملت به هېڅکله تسلیم نشي.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې؛ صالح العاروري له الاقصی راډیو سره په مرکه کې زیاته کړه: نیواکګر غواړي زموږ ملت، تاریخ او مقدسات له منځه یوسي او پر ځای یې یو جعلي تاریخ او ملت پرېږدي، خو باید پوه شي چې دا نیواکګران دي چې له دې خاورې به وشړل شي، نه د فلسطین ملت.

العاروري وویل: مقاومت د فلسطین له نیواک څخه پیل شوی او دوام لري.

هغه وویل: موږ یو واحد ملت یو او د حقونو د ترلاسه کولو او د مقدساتو د دفاع په خاطر هر وخت جګړې او مبارزې ته چمتو یو.

العاروري زیاته کړه: نن ورځ موږ د اشغال او د ښارګوټو د جوړولو پر ضد جګړه کوو او هره ورځ چې تر دې ناوخته جګړې ته داخل شو، په راتلونکې کې باید په لا سختو شرایطو کې جګړه وکړو.

هغه وویل: زموږ ملت په هر ځای کې له اشغالګرو سره مبارزې ته چمتو دی او د اشغالګرو جنایتونه دوی ته هېڅ ګټه نه رسوي.

مقاومت منځګړو خواوو ته د پیغامونو له لارې اعلان کړی چې د صهیونیسټي دښمن هر ډول جنایت او وژني ته به له تصور څخه ډېر لوړ ځواب ورکړل شي.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i137586

captcha