IQNA

یونېسف: د ناچاوده ماینونو ۸۵ سلنه قربانیان افغان ماشومان دي

4:02 - August 25, 2023
د خبر لمبر: 3487848
ایکنا – (کابل) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونیسف وايي، چې په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو د چاودنو له امله ۸۵ قربانیان ماشومان دي.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د څو لسیزو له جګړو پاتې مرمۍ او ماینونه وخت په وخت پر ملکي وګړو چوي او مرګ ژوبلې اړوي.

د یونسیف په وینا، افغانستان د جنګي وسلو او مهماتو تر ټولو ککړ هېواد دی.

دې ادارې ویلي، چې له اروپايي ټولنې سره یوځای افغان ماشومانو ته ښيي چې ناچاودلي مهمات وپېژني او ځان ورڅخه وساتي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې پر اساس، د ۲۰۲۲ له جنورۍ څخه د سږ کال تر جون پورې په افغانستان کې له جګړو څخه د پاتې ناچاودلو مرمیو او ماینونو په چاودنو کې ۶۴۰ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

سورصلیب وايي، چې له جګړې پاتې مهمات په افغانستان کې د ملکیانو لپاره یو خورا لوی او دایمي خطر دی، خو د چاودېدونکو توکو او ماینونو د پاکولو لپاره هلې ځلې تراوسه بریالۍ شوي نه دي.

دې کمېټې همداراز ویلي، سره له دې چې اوس په افغانستان کې جګړه کمه شوې، د ۲۰۲۱ له اګست را په دې خوا د ماینونو او نورو ناچاودو مهماتو د چاودنو  په اثر مرګ ژوبلې نه یوازې کمې شوي نه دي، بلکې لا زیاتې شوي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i137574

captcha