ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، صهیونیسټي پوځیانو نن چهارشنبه په لوېدیځه غاړه کې پر پراخو سیمو یرغل وکړ .
د جنین په سویل کې د جبع په ښارګوټي باندې د صهیونیسټانو د حملې پر مهال، مقاومتي مبارزینو د لاسي بمونو په غورځولو او درندو ډزو سره له هغوي سره مقابله وکړه .
المیادین شبکې په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پراخو نیول کېدو ته په اشارې سره، په نیول شویو کسانو کې د اسلامي جهاد د مشرانو ماهر الاخرس او د حماس د مشرانو صادق ابوالخیر د شتون خبر ورکړ.
د دغه رپوټ له مخې، ماهر الاخرس د صهیونیسټانو د دغه اقدام په اعتراض کې له نیول کېدو سمدستي وروسته د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ.
له بلې خوا، د معطي د معلوماتو مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې په لوېدیځه غاړه کې په تېرې شپې او ورځې کې د صهیونیسټانو پر ضد ۲۲ عملیات ترسره شوي، چې دوه یې پر صهیونیسټي پوځیانو او په ښارګوټه مېشتو باندې ډزې دي.