ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې پاکستاني چارواکو ویلي چې په دې چاودنه کې ۱۱ تنه مړه، ۳ ټپیان او ۲ نور بې درکه شوي دي.
امنیتي سرچینو وویل چې د دغې چاودنې اصلي هدف د پوځي ځواکونو قافله وه کومه چې له چاودنې څو دقیقې مخکې له دغه ځایه تېره شوې وه.
په شمالي وزیرستان کې د شوې دغې چاودنې پړه لا چا نه ده منلې.
له بلې خوا له پنډي بټیا سره نزدې په فیصل آباد موټروې باندې د یوې پک اپې او مسافري بس ترمنځ ټکر شوی چې له امله یې ګاډو اور اخیستی او څه باندې ۲۰ تنه په کې مړه او ۷ نور ژوبل شوي دي.
د ژغورنې ټیم ویلي چې دغه بس له کراچۍ څخه اسلام آباد ته روان وو چې له ډیزلو ډکې پک اپې سره جنګیدلی دی.
په دغه بس کې څلوریښت مسافر سواره وو.
پولیسو تاییده کړې چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه مړه شوي دي.