IQNA

په سویډن کې د سپکاوي د جرم ګڼلو غوښتنه

16:38 - August 19, 2023
د خبر لمبر: 3487807
ایکنا – (بلجیم) یوه سازمان چې په بلجیم کې د اتباعو د حقونو او آزادیو دفاع کوي، په سویډن کې د دیني مقدساتو سپکاوي د جرم ګڼلو غوښتنه وکړه.

ایکنا د القلعه نیوز په حواله خبر ورکوي چې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د شلیلډ د اتباعو د حقونو او آزادیو د دفاع نړیوال سازمان، د سویډن د استازو د جرګې مشر اندریس نورلین او  د سویډن د سترې محکمې مشر اندریس اکا ته یو رسمي لیک استولی دی.

په دې لیک کې راغلي: د سویډن سلطنت تل په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو له نړیوالو ملاتړو او مدافعینو څخه دی. خو په دې وروستيو کې د يو شمېر افراطيانو له خوا د فکر او بيان د آزادۍ له اصولو څخه سرغړونې او ناوړه ګټې اخيستنې روانې دي، چې د امنيت او ثبات د بې ثباتۍ او د خلکو او ملتونو ترمنځ د سولې او هماهنګۍ د څرګند ګواښ لامل ګرځي.

د دې لیک په بله برخه کې راغلي: ستونزه دا ده چې د دين پر ضد پاڅون کوونکي د بيان د آزادۍ له قانون څخه په استفادې له دې مسئلې ګټه اخلي.

په دې لیک کې دا هم ویل شوي: موږ په شیلډ کې، چې د مدني حقونو او آزادۍ د دفاع نړیوال سازمان دی، وړاندیز کوو چې د نظر او بیان د آزادۍ ماده تعدیل کړي او د سویډن پارلمان ته یوه لایحه وړاندې کړي چې د دیني عقایدو او مقدساتو د سپکاوي جرم وګڼل شي، ځکه چې دا ډول کړنې له قانوني اصولو او نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.

شیلډ بنسټ په خپل لیک کې، وویل: "موږ د هغو کسانو لپاره د سختو مجازاتو غوښتنه کوو چې د یو داسې تیري عمل ترسره کوي، چې د بشري حقونو نړیوال قانون سرغړونه کېږي او د کرکې جرمونو ته خلک هڅوي چې د یو ګواښ په توګه، نفرت رامنځته کوي." او د امنیت د بې ثباتۍ لامل کېږي. په عین حال کې، د کرکې جرم په قربانیانو باندې ژوره احساساتي اغیزه لري.

https://iqna.ir/fa/news/4163244

captcha