IQNA

د قرآن سوځولو له امله د القاعدې ګواښ په اړه د ډنمارک اندېښنه

10:41 - August 17, 2023
د خبر لمبر: 3487799
ایکنا – (ډنمارک) د ډنمارک د عدلیې وزیر د قرآنکریم له سپکاوي وروسته، په دې هېواد کې د عملیاتو ترسره کولو لپاره د القاعدې ترهګرې ډلې د ګواښ له جدي ګڼلو خبر ورکړی.

ایکنا د الشروق په حواله خبر ورکوي چې، د ډنمارک د عدلیې وزیر پیتر هوملګارد څرګنده کړې چې دا هېواد په ډنمارک کې د عملیاتو ترسره کولو لپاره د القاعدې ترهګرې ګواښ جدي ګڼي.

په دې وروستیو کې راپور وشو چې القاعده په ظاهرا مسلمانان  په سویډن او ډنمارک کې قرآن ته د سپکاوي غچ اخیستلو لپاره هڅوي.

د ډنمارک داخلي اطلاعاتو آژانس وړاندې د دې پخلی کړی وو چې په ډنمارک او سویډن کې د قرآن کریم سوځولو په غبرګون کې د دې دوو هېوادونو پروړاندې ګواښ شتون لري.

له بل لوري، ځینې ښې اړخي ګوندونه د قرآنکریم پر سپکاوي بندیز د بیان له آزادۍ سرغړونه یادوي او ورسره یې مخالفت کړی دی.

القاعدې ته اړوند په یوه ویب پاڼه کې په یوې بیانیې کې راغلي چې، اروپا زموږ پیغام په شارلي ابدو کې په سمه توګه درک نه کړ.

د یادولو وړ ده چې د شارلي ابدو طنزي ورځپاڼه په ۲۰۱۵م کال کې د اسلام ستر پیغمبر ته د سپکاوي کاریکاتورونو له خپرولو وروسته، د خونړۍ برید موخه وګرځېد او القاعدې د دې برید مسئولیت پر غاړه واخیست.

په سویډن او ډنمارک کې قرآنکریم ته له سپکاوي وروسته د دې ګام پر وړاندې په ټولې نړۍ په ځانګړې توګه په مسلمانو هېوادونو کې پراخ اعتراضونه وشول.

له دې سره، ډېری اسلامي څېرو ټینګار کړی چې دا اعتراضونه باید په تاوتریخوالو بدل نه شي، ځکه چې په دې حالت کې، قرآن ته د سپکاوي کوونکو موخه یعني اسلام غندنې ته لمن وهل به پوره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4162853   

captcha