IQNA

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په مزارشریف کې د ترهګر اقدام د اړخونو پر روښانه کولو ټینګار وکړ

16:49 - August 08, 2023
د خبر لمبر: 3487760
ایکنا – (افغانستان) په دغه بیانیه کې راغلی چې ۲۵ کاله پخوا د افغانستان د کورني نښتو په وخت کې مزار شریف ښار ته د طالبانو په ورتګ پسې د اخلاقي ، انساني او نړیوالو ژمنو په خلاف، د ایران پر قونسلګرۍ حمله وشوه چې له امله د اسلامي ایران ډیپلوماټان او خبریال شهیدان شول.

د ایران بهرنیو چارو وزارت  نن د یوې بیانیې په صادرولو سره، د مزارشریف د نه هېرېدونکي او ترخې پېښې د غندلو په ترڅ کې وویل چې  د زمري ۱۷مه په افغانستان کې د ایراني ډیپلوماټانو او خبریالانو شهادت د ډېرې ترخې خاطرې یادونه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیانیه زیاتوي چې اوس په افغانستان کې د بی ثباتۍ او کلونو جنګونو په تیرېدا سره، اسلامي ایران په دې باور دی چې د افغانستان له ټولو قومونو، ډلو او پرګنو جوړ د حکومت په راتلو سره د کړېدلي افغانستان لاره د پراختیا، پرمختګ، آبادۍ او د ستونزو پر وړاندې د خلکو د توان د زیاتېدا په لور خلاصېدلای شي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136834

captcha