IQNA

یو فلسطیني موذن د قرآنکریم د تلاوت پر مهال مړ شوی (فلم)

16:24 - August 08, 2023
د خبر لمبر: 3487758
ایکنا - (فلسطین) د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې د یوه جومات مؤذن حاج ابو هیثم السویرکي د قرآنکریم د تلاوت پرمهال مړ شوی او د دغې پېښې ویډیو په مجازي پاڼو کې خپره شوې ده.

ایکنا د رؤیا نیوز په حواله خبر ورکوي چې، دغه فلسطیني مؤذن د سهار د لمانځه په وخت کې د جومات دروازې د لمونځ کوونکو د ننوتلو لپاره پرانیزي، د سهار اذان وايي او خپل لمونځ ادا کوي او کله چې په کرسۍ باندې د قرآنکریم تلاوت پیلوي، له دې فاني نړيه سترګي پټوي.

د ټولنيزو پاڼو کاروونکو د دې پېښې ويډيو، چې په جومات کې د امنیتي کمرو په واسطه ثبت شوې وه په مجازي نړۍ کې خپره کړې او د دغه فلسطيني موذن له کورنۍ سره يې د خواخوږۍ ترڅنګ، د دې پېښې په اړه له دوی سره خواشيني څرګنده کړې ده.

 

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4160784

captcha