ایکنا د "عرب نیوز" په حواله راپور ورکوي چې، د افغانستان په شمال لوېدیځ کې د خښتو یو کوچنی جوړښت له څو لسیزو راهیسې لرغون پوهان حیران کړي دي. ځینې په نهمه پېړۍ کې او ځینې حتی سل کاله وړاندې د هغې د رامنځته کېدو نېټه ګڼي، چې دا ځای یې د اسلام په یو له پخوانیو تاریخي آثارو تبدیل کړی دی.
دغه ودانۍ چې د "نهه ګنبد" جومات په نوم يادېږي، د بلخ له اوسني ښاره درې کيلومتره لیرې پرته ده.
په ګچو سره د دې جومات د ستنو ځانګړي تزیینات، د نقشو ترکیب دی چې د عباسي خلافت او ساماني امپراتورۍ په لومړیو لسیزو کې د واکمن سټایلونو یادونه کوي.
د بلخ ولایت تاریخ پوه او پخوانی کلتوري مدیر "صالح محمد خلیق" عرب نیوز ته وویل: دا جومات د سامانیانو په دوره کې د اوسېدو یوه تر ټولو ښکلې بېلګه ده.
دا ودانۍ په بشپړه توګه د سیمې په عامې معمارۍ کې جوړه شوې ده، چې د ساسانیانو، بودايي او ګنداره هنر څخه اغېزمنه ده، د 20 په ۲۰ مترو په اندازه، چې یو ډېر کوچنی ځای پکې شامل دی، جوړه شوې ده.
د دې جومات نهه محراب یا نهه گنبد ډېر پخوا ونړېد او په ١٢٢٠ کال کې پر بلخ د مغولو د بريد پر مهال يې د ورانۍ کېسې هم شته، البته د وخت په تېرېدو او زلزلې هم دغه جومات ته زيانونه اړولي دي.
لرغونپوهانو په لومړي ځل په ۱۹۶۰ لسیزه کې د جومات په اړه څېړنې وکړې، خو په راتلونکو څلورو لسیزو کې د کورنیو ناکراریو او بیا په افغانستان کې د جګړې له امله، لږ کار ترسره شو.
په 2006 کال کې، کیندنې پیل شوې او په تېرو څو کلونو کې د ساتنې کار د جوړښت په ثبات کې مرسته کړې.
د ستنو او محرابونو په تزییناتو کې د انګورو پاڼې او هندسي شکلونه شامل دي، چې د عراق په سامرا کې کارول شوي مثالونو سره پرتله شوي.
مګر نور سټایلونه هم شتون لري، په دې معنی چې د ودانۍ برخې په مختلفو دورو کې جوړې شوي یا شتون لري.
خليق وايي: دا په بلخ او افغانستان کې د اسلامي دورې له لومړۍ پېړۍ څخه تر ټولو زوړ پاتې جومات دی او د دې ودانۍ ښکلا هم هغه یې ډېر ځانګړی کړی دی.
مشهور سیاح ابن بطوطه د بلخ د جومات ودانۍ د هسپانیا له الحمرا جومات سره او د هغې د ستنو اندازه یې د مراکش د پلازمېنې رباط له جوماتونو سره پرتله کړې، خو هغه یې له دوی څخه ډېره ښکلې ګڼلې ده.
دا جومات چې اصلي نوم یې "نه ګنبد" دی، د "حاج پیاده" جومات په نوم هم یادېږي.