ایکنا د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ، دغه اسلامی اورګان په اعلامیې کې وئيلي دي، الازهر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ددغه میړني اوشجاعانه دریځ چې قرآن کریم ئې په غیږې کې اخستی او د مسلمانانو دمقدساتو دفاع ئې کړې ده او اسلام ته ئې خپل احترام ښودلې د قدر او ستاینه ئې کوي.
داپه داسې حال کې دي چې د روسیې ولسمشر پوتین چې دروسیې په دربند ښار کې ئې د قرآن کریم یوه ډالۍ ترلاسه کړې ده ،د قرآن کریم سوځول ئې په سخته محکوم کړي او د مسلمانانو له دغه مقدس کتاب سره ئې دغه چلند جرم بللی دی.
د روسیې ولسمشر په دربند ښار کې د جمعې او جماعت له جوماته د کتنې په وخت ووئیل، د روسیې ستر پادري تل مونږ ته ډاډ راکوي چې مسلمانان د مونږ وروڼه دي او دا دمونږ په باب هم صدق کوي.
هغه زیاته کړې ده دغه چاره د خلکو وحدت او یووالی زیاتوي ، دمونږ هیواد دڅو ملیّتونو او مختلفو فرقو ،البته یو متحد ولس دی . دغه الهي کتاب دی او د مسلمانانو لپاره ډير مقدس دی او دنورو لپاره هم مقدس دی ،موږ پوهیږو چې په ځينو هیوادونو کې مختلف او توپیري چلند کوي او له هغو ځيني د خلکو مذهبی احساساتو ته احترام نه کوي او وائي چې دا جرم نه دی.
هغه ووئيل، دمونږ په هیواد کې دقرآن سوځول جرم حسابیږی او د اساسی قانون د مادو په اساس جرم دی او مونږ تل دغو قوانینو ته پابنده یوو.
داپه داسې حال کې دي چې په سویډ کې د تیرې چارشنبې په ورځې او د قرباني داختر دچټئ په لومړئ ورځې یو افراط پال د سټاکهم د ترټولو لوي جومات په وړاندې دقرآن کریم د نسخې په سوځولو سره د اسلامی نړۍ زړونه دردولي او خپل سپک او ځيږ هویّت ئې نندارې ته وړاندې کړی دی .