IQNA

دینی عالمان د وحدت د رامینځةکولو او له درز اونفرت څخه د لیریکیدا شرعي دنده لري

7:05 - March 05, 2023
د خبر لمبر: 3486990
ایکنا-(تهران)د اسلامی مذهبونو د نزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی  منشي حمید شهریاري ددې خبرې په کولو سره چې دینی عالمان د وحدت د رامینځةکولو لپاره شرعي دنده لری ووئيل،د ارواښاد امام خمیني نظریه داسلامی هیوادونو ترمینخ او په داخل کې د اتحاد رامینځةکول وو.

ایکناخبری آژانس د اسلامی مذهبونو دنزدیکت دنړیوالې ټولنې دعمومي اړیکو  له قوله راپور راکړ،د حجةالاسلام حمید شهریاري  د افغانستان د یوه نامتو دیني عالم علامه ملا علی یاورجعفری د شهادت د څلویښتمې کلیزې په مناسبت د درنښت په  کانګرس کې ،هغهداسې کس وباله چې  تل ئې د ارواښاد امام  آرمانونه تعقیبول.

شهریاري ووئيل، علامه یاور جعفري  د وحدت او  په لار کې او د دشیطان اواستعمارګرانو  له بنده د آزادۍ په لار کې ډيرې هڅې او مجاهدتونه کړي دي.

هغه همداراز د ایران او افغانستان ملت سره متحد او یوموټی وبلل او وې وئيل، هردواړه هیوادونه   له مختلفو قومونو درلودلو سره سره له یوه بل سره ګډ سوله ایز ژوند لري څو دا چې د انګلستان په مشرۍ بوډا استعمار او له دې وروسته د نړۍ زبرځواکونه دخپلو ګټو دپوره کیدا لپاره ، دافغانستان  مظلوم او مصیب وهلی ملت په ډيرو مصیبتونو کې ښکیل کړ.

د اسلامی مذهبونو دنزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي له نړیوال استکبار سره دمبارزې په لاره کې د افغانستان د ملت په تیره بیا د عالمانو شجاعتونو او میړنتوب  ته په اشارې سره  روښانه کړه، د افغانستان د ملت یوه ترټولو مهمه ځانګړنه له خپل هیواده په مختلفو  وختونو کې  د نړۍ د درو زبرځواکونو شړل دی چې  دا ټول ددغه ملت د مقاومتونو، شجاعتونو او قربانیانو په سبب دي .

ډاکټر شهریاري ،د افغانستان ملت یو فهیم او غوره ملت وباله او  له دغه شان ملت او هیواد سره ئې د ایران د اسلامی جمهوریت پر هراړخیزو ملګرتیاؤ په ټينګار سره  ووئيل، باید  دافغانستان دملت په تیره بیا دعالمانو  له ظرفیّته غفلت  ونه کړو.

هغه د اسلام ددښمنانو هدف  په اسلامی   هیوادونو کې هم په داخل کې هم پخپلو کې  ددرز اونفرت رامینځةکول وبلل او یادونه ئې وکړه، له بده مرغه څه دپاسه څلویښت کلونه کیږي  چې  د افغانستان په داخل کې دشوروي او امریکائي استعمار  په دلیل د بې وځلۍ ا و دکافی علمی پراختیا د نه شتون شاهدان یوو .باید  لاس په لاس کې ورکړ، او دافغانستان ملت  له دغه بې وځلۍ او بدبختیو وژغورو . هغه ددې خبرې په کولو سره چې  عالمان  د وحدت او یووالی لپاره شرعي دندې لري ووئيل،  دارواښاد امام خمینی  نظریه  د اسلامی هیوادونو ترمینځ او په داخل کې د اتحاد او یووالي رامینځةکیدا وه.مونږ ته پکار ده  قران کریم  د اتحاد او یووالی چورلیز وګرځوو.دلیل  نشته چې د جزئي مسئلو په سر سره اختلاف اودرز ولرو،ځکه چې د دغه شان تفرقو اودرزونو نتیجه به بلاخره  د اسلامی ملتونو  بې وځلي او دړې وړې کیدا وي.

حمید شهریاري په پای کې پخپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د طالبانو وااک ته رسیدا ته په پام سره  ووئيل،   د طالبانو د حکومت په نسبت دمونږ دریځ باید  احساساتي نه ،بلکې عقلاني وي، همداراز له رامینځةشوو فرصتونوڅخه  استفاده وکړو او له ګواښونو لیرې ووسو.البته که طالبان د عدالت او امنیت تامینیدا د خپلې ایجنډا په سر کې ولري ،نو داقتصادي ،کلتوري اواجتاعي پراختیا سره سره به  دافغانستان دداخلی وحدت او  اتحاد شاهدان هم ووسو،د ټولو هڅه باید په افغانستان کې د بې وځلۍ او اقتصادي مشکلاتو  ختمول وي.

https://iqna.ir/fa/news/4125900/%D8

captcha