حضرت امام حسن علیه السلام چی د دریم هجری قمری کال دروژې د مبارکې میاشتې په ۱۵ په مدینه منوره کې دنیا ته سترګې رڼې کړې د امیر المومنین حضرت امام علی ع او د پیغمبر اکرم ص د ګرانې لور حضرت بی بی فاطمه الزهرا س لومړنې بچې وو چی خداوند متعال دوی ته عنایت کړ .
حضرت امام علی ع او حضرت بی بی فاطمه الزهرا س د خپل بچې د زوکړې په ورځ خپل ماشوم د خدای رسول ص ته بوتله تر څو ورته نوم خوښ کړی ، پیغمبر اکرم ص هم د خدای په حکم د هغه نوم حسن کیښود.
امام حسن علیه السلام دا ویاړ درلود چی د خپل ژوند اوه کلونه یې د اسلام د ګران پیغمبر او ګران نیکه له مینې او محبت په ډکه سیوره کې تیر کړل او هغه حضرت په دغه ګران بیه فرصت کې د اسلام د ګران پیغمبر له نورانی وجوده ګټه پورته کړه او له هغه وروسته دیرش کلونه د خپل ګران پلار حضرت امام علی ع تیزهوش شاګرد او ریښتونې ملګرې وو.
د ایکنا درست کارکونکي د حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو او ګرانو مینه والو ته مبارکی وړاندی کوی .
د تهران ریډیو پښتو خپرونې د حضرت امام حسن علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت د پاکستان له یوه تکړه دیني عالم او شناندي علامه عابدحسین شاکري سره یوه مرکه کړې چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوو .