IQNA

د داعش لخوا د امریکې د بې پيلوټه الوتکو د ترلاسه کولو په اړه خبرداری

22:35 - July 22, 2020
د خبر لمبر: 3483423
تهران (ایکنا) - د عراق امنیتي کارپوه د داعش لخوا د امریکې د بې پيلوټه الوتکو د ترلاسه کولو په اړه خبرداری ورکړ.
د عراق امنیتي کارپوه عبد المنعم الساعدي د داعش لخوا د امریکې بې پیلوټه الوتکو ترلاسه کولو په خبردارۍ سره وویل: ډیر زیات اطلاعات هم په تیروخت کې او هم اوس له ترهګرو څخه د واشنګټن د ملاټړ په اړه د عراق په بیلا بیلو برخو کښې ټینګار کوي.
هغه په دې اړه زیاته کړه: بې پیلوټه الوتکه په اوس وخت کې یوه خطرناکه وسله شمیرلې کېږي چې کولی شي بې له دې چې شتون یې احساس شي یو شمیر کسان وژلې او ټپیان کولی شي؛ بیا په داسې حال کې چې عراق تراوسه د دې الوتکې له ټکنولوژۍ بې برخمن دی.
الساعدي دې بیان سره چې ممکنه ده د داعش جنایتکار په عراق کې په خپلو ترهګرو علملیاتو کې له بې پیلوټې الوتکې ګټه پورته کړي، زیاته کړه: د لاسته راغلي اطلاعاتو پر اساس په تیر او اوس وخت کې امریکا داعش له بیلابیلو وسلو مجهز کوي.
هغه په دوام کې څرګنده کړه: په عراق کې ناامنۍ لپاره له داعش څخه ملاتړ او په دغه هیواد کې پاتې کیدو لپاره د تروریستي فعایتونو بهانه د امریکې په ګټه ده.
captcha