د ایکنا راپور له مخې، د خلیج ټایمز نه په نقل، دواړو اړخه په دریم ټلیفوني اړیکه کښې عمران خان او بن سلمان د کشمیر د سیمې ستونزو او په دغه سیمه کښې حالاتو ښه کولو لپاره شوې هڅو په اړه سره خبرې اترې وکړې.
لومړي ټلیفوني اړیکه د دغه دواړو د کشمیر په اړه د اګست په اووم تاریخ او دویمه اړیکه په ۱۹ اګست ترسره شو.
د هند د کنټرول لاندې د کشمیر حالات په تېره اونۍ کښې بحرانی شوې وو.
د هند د لاس لاندې کشمیر او جامو ځانګړې امتیازات لغو کولو نه ورستو، پولیسو له ۴ زره نه زیات کسان نیولی دی، همدارنګه څو ورځې مخکښې د محلي خلکو او د امنیتي ځواکونو ترمنځه د کشمیر په بېلابېلو سیمو کښې نښتې ترسره شوې دې.
د هند لومړي وزیر، ۱۴ مرداد باندې د جامو او کشمیر سیمې ځانګړې اختیارات او خپلواکې لغو کولو خبر ورکړې، د هند د اساسي قانون په ۳۷۰ اصل دغه سیمه په بهرنې چارو او دفاعي مسئلو نه پرته په نورو مواردو کښې ځانګړې اختیارات لرل.
http://iqna.ir/fa/news/3837900