ایکنا- امام حسین علیه السلام د خپل ورور امام حسن علیه السلام له شهادت وروسته، چې د شپږو میاشتو لپاره د مسلمانانو خليفه وو، د خپل ورور سولې ته د پابندۍ او همدارنګه د معاویه له لورې په ظاري بڼه د ځینو اسلامي کړنو له امله په پاڅون لاس پورې نه کړ. مګر د هغو ظلمونو او بدعتونو په وړاندې چې معاویه رامنځته کول، چوپ پاتې نه شو او تر هغه ځایه چې امکان درلود، د ویناوو او اعتراضي لیکونو له لارې، له معاویه سره خپل مخالفت وښودلو.