IQNA

د اقتصادی غوړیدا لپاره د ملت د نوښتونو ،پانګو او همتونو غونډول لازم دي

1:41 - March 21, 2024
د خبر لمبر: 3488917
ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود د خلکو له مختلفو پرګنو  سره د نورو د نیکمرغه اختر په مناسبت په لیدنې کې په اقتصادي ډګر کې د ملت د نوښتونو، پانګو او دهمتونو د غونډولو  او واریدیدا لپاره د مسئولانو هڅې او پلانونې د ۱۴۰۳لمریز کال د د ډير مهم شعار دپ،ره کیدا لازمه وبلله او ټينګار ئې وکړ، دښمن  په هیواد کې د پرمختګ دعواملو، ظرفیّتونو او زمینو په انکار کولو سره  د ملت په زړه کې د امید رڼا په نښه کړې ده،خو  ولس او په تیره بیا ځوانان په بې  ځنډه هڅو سره او له اختلافاتو په ډډه کولو سره ، راتلونکی روښانه افق تعقیبوي.

ایکنانیوز د رهبرۍ د ستر مقام د دفتر د اطلاع رسونې د برخې له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سید علی خامنه اي  نن مازدیګر  دنوروز داختر او دنوي کال  په لومړۍ ورځ دخلکو له مختلفو وګړو  سره  د اختر په مناسبت په کتنې کې په اقتصادي ډګر کې  د ملت د نوښتونو،پانګو، د همتونو  غونډول او واریدیدا  لپاره  د مسئولانو هڅه او پلانونه  د سږکال د هیواد د ډير مهم شعار،یعني د خلکو په ګډون سره دتولید د ودې ؛د مهم شهار د تحقق لازمه وبلله اود خلکو په دین اودنیا کې  داقتصادي مسئلو  د ښه کیدا اغیزو ته په اشارې سره ئې ټينګار وکړ، دښمن په هیواد کې د پرمختګ د عواملو، ظرفیّتونو او زمینو په انکار  سره  د ملت په زړه کې د امید درڼا  او نور  خاموش کول په شیشت کې راوستي دي ،خو ولس اوپه تیره بیا ځوانان په بې ځنډه زیار او هڅې  او له اختلافاتو څخه په ډده کولو سره راتلونکی روښانه افق تعقیبوي.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  صهیونیسټانو د جنایتونو د اصلي شریکې په توګه  له امریکا څخه د ملتونو زیاتیدوننکي نفرت او دغزې په جبئ کې د صهیونیسټي رژيم ډوبیدا ته په اشارې سره  ووئيل، په وروستیو پيښو کې په لویدیځ  واکمن تورتم او د مقاومت دجبهې د جوړیدا حقانیّت اثبات شوی  او دغه ظلم ضده ولسی جبهې خپل واقعي قدرت او توانمنئ نندارې ته وړاندې کړې او  په الهي قدرت او مرستې سره به د صهیونیسټ رژيم  د وجود د لوي ظلم د غوڅولو لاره دوام ومومي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښودد نوروز د نیکمرغه اختر په مناسبت د ملت وګړو ته په بیا مبارکۍ وئيلو سره د طیعت پسرلي او د معنویّت د پسرلي یووخت والی  د انسان د روح،بدون او ژوند د تاندوالي  او غوړیدا زمینه جوړونکی  وباله  او وې فرمائيل؛ د روژې دمبارکې میاشتې  قدرت او هنر دا دی چې  دروژې په معنوي وږمې  اوپه عبادت او مناجاتو  او توسّل سره  ویښ  انسان   د صلاح او بندګۍ په لاره کې زیار او شوق ته کاږي . دوي همداراز  د هرکال دشعار  ټاکل اواعلانول ، ددغوسټراټژيکو شعارونو دپوره کیدا لپاره د  عمومي افکارو غوښته ،پوهیدا او د مسئولانو  تمرکز، همت او زیار وبالهّ.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  داقتصاد پر موضوع  دوروستیو څو کلونو د شعار تمرکز ته په اشارې سره  ووئیلو تیر کال د انفلیّسن د کنټرول او دتولید د ودې د شعار په  تحقق کې ښه کارونه ترسره شول، خو له هغه څه سره چې  دم ونږ  خوښ او دنظر وړ وو، نسبتا ډير واټن ئې درلود،نو ځکه  مسئولان او ولسی فعالان دې په نوی کال کې  هم د هغه مهم شعار تحقق  یوه اساۍی دنده  وګڼي.

دوي همداراز د ایران د اقتصاد ددړې وړې کیدا او د ملت د په ګونډو کولو لپاهر د ارمیکا او دهغې د متحدانو  جدي او بې ځنډه  هڅې په یادونې سره  ووئيل، دخداوندمتعال په مرستې سره  دغه موخه تراوسه پورې ناکامه پاتې ده  او له دې وروسته  هم  د ولس او مسئولانو په کلک هوډ او جدیت او زیار سره  پوره نشي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د حسینی اربعیّن لوي لاریونونه  او د غدیر او نیمه شعبان اخترونو بڼه موندل ،دتاندوالي  او امید رامینځة کونې ځلاوې وبللې او د واقعیّتونو  په رابرسیره کولو کې په هیواد کې په  کمزورو تبلیغاتو باندې په افسوس  کولو سره ووئیل،   ددغه شان امید رامینځةکونکو  ځلاؤ سره سره ځیني غافل کسان  په منفي پروپیګنډو سره په ځوانانو کې د امید دشتون په انکار کولو او د هغو د ضائع کولو لپاره  په هڅو پسې دي.دغه شان اقدامات د ځوانانو په زړونو کې د امید د ختمولو لپاره په کمین کې کیښناستل دی  او  په دې باب د مقالو لیکل او په لاس کې قلم اخستل  چې  راتلونکي ته دې کوم امید ونه لري،د چاپه ګټه دي او اصلا ولې دغو ټولو ظرفیتونو او راتلونکي ته د ځيری ورکونکي  عواملو په شتون سره امیدوار نه شو؟ دوي دغه راز وفرمائيل،  دښمن کلونه کلونه کیږي، غواړي په دروغو او چلول او  رسندوئي پروپیګندو په کارولو سره  کمزورتیاوې سترې وبریښوي او پرمختګونو څخه انکار وکړي،خو په داخل کې باید  دغه تیروتنې او غفلت ترسره نه کړو،باید ویښ او ځير ووسو څو ددښمنانو هرډول پروپیګنډې او او تمه دارې هیلې  هماغه شان ناکامې  کړو.ځوانان دې ددښمن له نقشې  په لازیات مخکې کیدا سره باید  ناامید نشي  او اجازت دې ورنکړي ، د ناامیدئ ډنډورې  له پرمختګونو مخکې تاسو ته  درورسیږي، له خپلو پرمختګونو ځانونه خبر کړئ او  تاسو ددښمنانو  نهیلي کونکو هڅې څخه زیات  د امید او غوړیدا د رامینځةکیدالپاره کار او هڅه وکړئ.

سخنان نوروزی بسیار مهم امام خامنه‌ای درباره وحدت داخلی

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  په هیواد کې سیاسی او سلیقه اي  اوفکري اختلاف  یوه طبیعي چاره وبلله او البته وې فرمائل؛  داخلی سیالۍ  او سیاسی اختلافات باید  د نفرت  خورونې او ددښمن  رامنیځةکونې  او د سپکاوي  او کړاؤ  او احیانا د یوه بل په ضد  ددروغو او پروپیګنډو  سبب نشي.باید ټول په تیره بیا ځوانان دې هڅه وکړي ،په ټولنې کې  نفرتونه خواره نشي  او  دسلیقه   اختلاف سره سره د ټولنې په مسئلو او  او د ملت او هیواد له دښمانو سره په مخامخیدا کې  دې ټول سره یو شان او ورورولۍ  حرکت وکړي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  دخپلې وینا په یوې بلې برخې کې  په دې په ټينګار سره  چې امریکا د غزې تړانګې په قضیې کې ترټولو بد دریځ غوره کړ ووئيل؛  په لندن او پاریس او حتي په  خپله دامریکا په واټونو کې د فلسطین په ګټه او د وحشي صهیونیسټانو او دهغوي دملاتړد په ضد د میلیونونو خلکو مظاهرې په حقیقت کې له امریکا د نفرت یو اعلان دی  او اوس امریکا په نړۍ کې حتي په غیر اسلامی ټولنو کې هم کرکیجنه او جنایتکاره ثابته شوې  په سیمې کې هم ورڅخه لس برابره نفرت زیات شوی دی او په سیمې کې د مقاومتي چورلیز جبهه ورځ تربلې په لاپياوړتیا او مسنجم کیدا ده او امریکا او د هغې متحدو جنایتکارو ته درندې څپيړې ورکوي.دا ښئ چې امریکایانو د سیمې خلک او شجاع او هوډمن ځوانان  نه دي پيژندلي  او د امریکایانو همدغه غلطه محاسبه به په قطعی توګه دوي په ګونډو کړي.      

https://iqna.ir/fa/news/4206503

captcha