ایکناد الیوم السابع له قوله راپور راکړ، د مصر د اوقافو وزارت اعلان کړی دی چې دهغه مخکښ رول په چوکاټ کې چې د نړۍ په سطح د اعتدالي تفکر په پراختیا کې ئې لوبوي، او دمصر له خارجه وزارت څځه د ترلاسه شوو لیکونو په اساس او دغه راز په روژې مبارکې میاشتې کې د قاریانو او د جمې د امامانو لپاره د نړۍ د مختلفو هیوادونو دغوښتې په زیاتیدا سره د اوقافو وزارت به د روژې په مبارکې میاشتې کې مختلفو هیوادونو ته څه دپاسه دوه سوه د جمې امامان او قاریان ولیږي.