ایکنانیوز راپور راکړ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن د قرآن کریم د قرائت او حفظ د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ کې له ګډون کونکوقاریانو او حافظانو سره په کتنې کې ،د قرآن کریم په معارفو عمل،د انساني ټولنو او بشریّت د مختلفو پرګنو د اړتیاؤ پوره کونکی وبالۀ اود غزې په موضوع کې ئې د اسلامی هیوادونو د مشرانو له خوا د قرآن کریم په دستوراتو او معارفو باندې په عمل نه کولو په سختو نیوکو سره ووئيل، نن سبا د فلسطین اوغزې مقاومتي ځواک دصهیونیسټي خبیث دښمن په مقابل کې په خپل مقاومت سره ، د قرآن په دستوراتو باندې عمل کوي او په الهی لطف او مرستې سره به بریالیتوب د فلسطین د ملت وي آو اسلامی انړۍ به حتما د صهیونیسټ سرطاني دانې نابودي په سترګو وویني.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود،دغزې موضوع د اسلامی نړۍ یوه لویه مسئله وبلله او وې فرمائيل؛خداوندمتعال به ټول مسلمان ملتونه په دې دلیل چې پر خپلو حکومتونو له صهیونیسټ رژيمه د پشتیبانۍدغوڅولو لپاره دباؤ نه راوړي،او همداراز به اسلامی حکومتونه په قرآني دستوراتو دعمل نه کولو په دلیل تر پوښتنې لاندې راولي او مواخذه به ئې کړي.
دوي ټینګار وکؤ، البته د فلسطین او غزې مقاومت د صهیونیسټي دښمن په مقابل کې پخپل مقاومت او کلکې دریدا سره په قرآني معارفو او دستوراتو باندې عملي کوي او دخداوندمتعال په مهربانۍ او مرستې سره او د قرآني وعدو په اساس به ، الهی نصرت به ددغه مظلوم ولس په نصیب شي.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دوام کې د قرآن تلاؤت او دتلاؤت تخنیکونه او هنرونه، له قرآن سره انس او دهغه د معارفو فهم ته د مسلمانانو دهڅولو لپاره یوه اغیزشیندونکي لاره وبلله او وې فرمائيل؛ له بده مرغه نن سبا له قرآن کریم څخه د مخ اړولو او پرېښودلو په اړه خداوندمتعال ته د رسول ا...(ص)ّ شکایت، د اسلامي نړۍ په ډېرو برخو کې یو تریخ حقیقت دی چې نتیجه ئې پر قر آنی دستوراتو او معارفو عمل نه کول دي.
د سړیو او میرمنو په دوو برخو کې د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو څلویښتم پړاؤ او د زده کونکو انجونو او هلکانو د نړیوالو سیالیو اتم پړاؤ په تهران کې د سلوغې د میاشتې له ۲۸ راهسې د کب دمیاشتې تر دوهمې نیټې پورې دقرآن د تحقیق د قرائت، د ترتیل د قرائت او دټول قرآن د حفظ په برخو کې ترسره شو.
په دغو سیالیو کې د ایران اسلامی جمهوریت ، ملایشیا، انډونیشیا، سری لنکا، مصر، الجزایر، عربستان، پاکستان،امریکا،افغانستان،ترکیه،عربستان،لبنان ،هند ،جرمني ،هالینډ،تایلینډ، تیونس، روسیې، سنګاپور، بنګله دیش پشمول د لسګونو آسیائي ، افریقائي او اروپائي هیوادونو نمایندګانو برخه واخسته ، او دغه سیالۍ بیګا په پنځو څانګو کې د غوره قاریانو او حافظانو په مشخص کیدا او ستاینې اوا د جایزو په ورکولو سره پاي ته ورسیدې.