IQNA

په ایران کې ددرملنې خدمات،د نورو هیوادونو دخلکو خوښ

8:31 - February 03, 2024
د خبر لمبر: 3488662
ایکنا- په تیرو څلورو لسیزو کې د ایران د درملنې خدمات دومره پراخ شوي دي ،چې هر کال په زرګونو مسافران د ایران په لور د درملنې لپاره جذبوي.

ایکنانیوز راپورراکوي، اوس د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د پنځه څلویښمې کلیزې په درشل کې د ایران په اسلامی جمهوریت کې  روغتیائي وضعیّت  او د هیواد په مختلفو سیمو کې درملنه یوډول بدله  او پراخه شوې ده  اوپه  مختلفو زمینو کې ئې  آوڅاره  پرمختګونه  ډالۍ کړي دي  چې  ورباندې ویاړ کیدلی شي.  په دغو کې یو پرمختګ  د روغتیا په حوزې کې دی. د احصایو په اساس ، د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته ، د روغتیا او سلامتیا  پشمول په مختلفو  حوزو کې ډير زیات پرمختګونه شوي دي .

  په وړاندې یاددښت کې ، د سلامتیا د نظام یوه بریا یعني د درملنې  او د اپریشنونو د ترسره کولو لپاره له نورو هیوادونو ایران ته مراجعه کولو ته یوه ځغلنده کتنه کوو.

د ایران د درملنې  سسټم ډير لوړ کیفیَّت او ظرفیتونه لري او  د تجروبو د منتقلولو لپاره پر  چمتووالی سربیره ، د درملنې په نظامونو کې ملګرتیا، د هیوادونو د درملنې  د برخو د مدیرانو توانمنول او د کلینیکي لارښونو  په برابرولو کې ملګرتیا، د پرمختللو طبی تجهیزاتو څخه استفاده او  دماهرو ډاکټرانو په اختیار کې درلودل،  او نورو هیوادونو څځه دډیرو ناروغانو منلدي.په تیر کال کې  دایران ددرملنې نظام  د سیمې له نورو هیوادونو څخه د  څه دپاسه  یو میلیون دوه لکه مراجعه کونکو ناروغانو کوربه ؤ.

ایراني طب هم د تندرستۍ  او د  بشپړونکي طب دنورو زمینو خدمات هم دایران په اسلامی جمهوریت کې د سلامتیا د ټوریزم د نظام وړاندې کونکی  دپام وړ برخه ده چې  په دغې حوزې کې  ترټولو دود او محبوب  خدمات د بیوټیشن ، د سترګو او زړه  اپریشنونه او دغه راز د له سرطان سره د اړونده ناروغیو جراحي  او دغه راز د ډينټل سرجري ، د ناامیندوارئ درملنه ، د غړو پيوند او  درماني اوبو  په څير  مورونو ته اشاره کولی شو.

په تیر ۱۴۰۱لمریز کال کې  دنړۍ د پنځو براعظمونو او د مختلفو ۱۶۴ ملیّتونو څخه  د سلامتیا سیلانیان  ایران ته وارد شوي دي، البته د ځينو ملتونو د سلامتیا  سیّلانیان  څو زره کسان او د ځينو هیوادونو د سلامتیا سیّلانیان هم په تیره بیا  له براعظمونو او لیرې پراتو سیمو څخه محدود دی .زیاتره مراجعه کونکي  د افغانستان او عراق  دي او په ورپسې  رتبو کې په ترتیب سره ،پاکستان،آذربایجان ، عمان ،ارمنستان،تاجیکستان،ترکمنستان ،ترکیه او بحرین هیوادونه دي .

د ایران د روغتیائي چارود و زیر د درملنې د برخې مرستیال سعید کریمي په وینا ، هغه ناروغان چې له نورو هیوادونو ایران ته سفر راکوي، په ترتیب سره د ناامیندوارئ  ددرملنې  او د میرمنو او زیږون له ناروغیو سره اړونده دي ، دغه راز  د سترګو ناروغان ،ارتوپيډي ، پلاسټیک جراحۍ ،عروق  او یورالوجي  په برخو کې  خدمات ترلاسه کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4197375/

 

captcha