IQNA

امریکا او متحدین یې په افغانستان کې د بېوځلۍ او لوږې لامل دي

12:22 - August 05, 2023
د خبر لمبر: 3487735
ایکنا – (روسیه) په ملګرو ملتونو کې د روسيې د استازي مرستيال ديميتري پوليانسکي د دغه سازمان د امنيت شورا په غونډه کې د جګړې له امله د رامنځته شوې قحطۍ او خوراکي ناامنيو په اړه وويل، چې امريکا او د هغې متحدين "لوېديځ هېوادونه" د لوږې او بې وزلۍ سره مخ کړي دي.

ایکنا د افغان غږ خبري آژانس په حواله راپور ورکوي چې، په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي مرستیال دیمیتري پولیانسکي ویلي چې د خوراکي توکو ډېر بحرانونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول د امریکا او د هغې د متحدینو د کړنو له امله رامنځته شوي دي.

دیمیتري پولیانسکي ټینګار کړی چې د خوراکي توکو د ناورین او نورو بحرانونو اصلي لاملونه د لوېدیځ غیرقانوني مداخلې دي.

بايد يادونه وشي چې د جمهوريت په شل کلن واکمنۍ کې په افغانستان کې په ميليونونو ډالر ولګېدل او په افغانستان کې د امريکا او لوېديځو ګوډاګي حکومتونو له خوا هېڅ ډول بنسټيز کار ونه شول.

د افغانستان د مرکزي بانک د پیسو په بندولو او د ظالمانه بندیزونو په لګولو سره، د امریکا او لوېدیځو هېوادونو د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، په دغه هېواد کې د فقر او لوږې بحران لاپسې زیات شوی دی.

https://www.avapress.com/ps/news/274262

captcha