IQNA

په عراق کې شام غریبان + انځورونه

12:59 - July 31, 2023
د خبر لمبر: 3487713
ایکنا – (عراق) د کربلا او نجف په ګډون د عراق د مختلفو ښارونو شیعه مېشتو تېره شپه د حضرت عبد الله الحسین (ع) او د هغه د شهیدو ملګرو په مناسبت د شام غریبان مراسم ترسره کړل.

ایکنا د صابرین نیوز  په حواله خبر ورکوي، چې په عراق کې د اهل بیت علیهم السلام مینوالو تېره شپه د حسیني عاشورا د ورځې په ماتم کې له ګډون کولو وروسته، د کربلا دښتې د حماسه جوړوونکو د شام غریبان ځانګړي مراسم ترسره کړل.

د امام حسین (ع) مینوالو په کربلا او د عراق په یو شمېر نورو ښارونو کې په لارو کوڅو، جوماتونو، تکیه خانو او دیني راټولیدنو کې د شمعې په روښانه کولو سره ماتم وکړ.

حسیني ماتم کوونکو د عاشورا د پاڅون له اسیرانو سره یو ځای، د حضرت زینب کبری (س) د غربت، د امام سجاد (ع) د مظلومیت او د امام حسین (ع) د کورنۍ د نورو غړو په غم کې ماتم وکړ.

 

https://iqna.ir/fa/news/4159079/

captcha