IQNA

قرآني سورې/97

له زرو میاشتو لا برلاشه شپې ته د قدر سورې اشاره

7:19 - July 20, 2023
د خبر لمبر: 3487655
ایکنا-(تهران) د قدر شپه،د روژې دمبارکې میاشتې یوه ډیره ارزښتمنه شپه ده چې  په  قرآن کریم کې په همدې نامې سره یوه سوره ئې ځانګړنې بیانوي.

د قرآن کریم درې نویمه سوره  ؛قدر؛ نومیږي.دغه سوره په پنځو آيتونو سره دقرآن کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده . ؛قدر؛ چې یوه مکي سوره ده او د نزول په ترتیب کې،پنځه ویشتمه سوره ده چې پر پیغمبراکرم(ص) باندې نازله شوې ده.

؛قدر؛ داندازې ،مقدار او ارزښت په معنا ده . په دغې سورې کې  دانسان د برخلیک ټاکونکي، اندازه اخستونکي اوارزښت رامینځةکونکي شپې  خبرې شوي دي.یوه داسې شپه چې له زرو میاشتو برلاسه ده .دغه شپه د روژې دمبارکې میاشتې په (۱۹،۲۱، او ۲۳ شپوکې)یوه شپه ده او قرآن کریم پکې نازل شوی دی ؛له آسمانونو سره د مځکې وصل کیدا او مځکې ته له آسمانه د روحونو او فرښتود راکوځيدا شپه ده .

د قدر د شپې نامه  له لومړنیو آیتونو څخه اخستل شوې ده چې د قدر په شپه د قرآن د نزول او د هغې شپې  همیّت ته اشاره کوي. د قدر سوره  په دغې شپې د  رحمت د فرښتو د نزول او دقدر د شپې د برکتونو او لویوالي او برلاسیو  خبره کوي.  د قدر   سورې کلي محتوا  د قدر په شپې د قرآن د نزول په باب ،ددغې شپې  بیانول ( له زرو میاشتو غوره ده )، درحمت د  فرښتو او د روح د مځکې وآخوا ته راتلو او دانسانانو  د برخلیک لیکلو او  ددغې شپې ډيرو برکتونو ته اشاره ده . پر دې اساس دزرو میاشتو په نسبت د قدر  د شپې دبرلاسي مقصد ، د عبادت کولو له پلوه  دی،پس  د قدر په شپې ویښ پاتیکیدا په زرو میاشتو کې له عبادته لاښه ده .

ددغې سورې په څلورم آیت کې راغلی دي ، «تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّ‌وحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَ‌بِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ‌:

په دغه شپه ،فرښتې ،له روح سره د خپل پروردګار په فرمان سره د هرکار لپاره چې ټاکل شوی دی ،راکوځیږي:: حضرت امام خمیني  د ؛روح  ؛ لپاره دوه احتمالونه ذکر کوي. لومړی روح؛روح الامین؛ او دوهم روح مقصد ئې ؛لوي روح ؛ دی . دغه روح په دې دلیل چې ټول حقایق پکې غونډ دي ،لومړنی عقل دی.

علامه طباطبائي هم په قدر سورې کې د ؛امر؛ په باب دوه احتماله ورکړي دی ؛ یو امر د؛امر دجهان؛ په معنا  چې په دې بڼه کې  ددغه آیت معنا ده چې  فرښتې اوروح د قدر په شپه دخپل پروردګار په حکم سره راکوځيږي  او  الهي دستورات صادروي، دوهم احتمال ئې  چې  له هغې مسئلې څخه مقصد دی چې ټاکل شوې ده رامینځةشي  په داسې بڼه کې  ددغه آیت مقصد دا دی چې فرښتې اوروح دقدر په شپه  د هغو ټولو پيښو و چارو  د ارزولو لپاره چې ټاکل شوې ده رامینځةشي، راکوځيږي.

captcha