ایکنا د الیوم له قوله راپور راکړ، د حرمین شریفیّن د چارو عمومی ریاست د نوی هجری قمری کال (۱۴۴۵) په پیلیدا سره د خنه کعبې د پرَدې دبدلولو لپاره دبشپړ چمتووالی خبر ورکړ.
ددغه اورګان په اعلامیې کې ټينګار شوی دی چې ددغې پرَدې له ګنډولو او لګولو سره اړونده د درزیانو،انجنئيرانو اوټيکنیشنانو پشمول د ټولې عملې تخصص او مهارت تائيد شوی او د پرَدې دکیفیّت او نصبولو څخه د ډاډمنمیدا لپاره کابو پنځلس کارمندانو ته روزنه ورکړل شوې ده.
د ملک عبدالعزیز کمپلیکس مرستیال مشر امجد الحازمي د خانه کعبې د پرَدې پر ځانګړې اوبدنې اوساتنې هم ټینګار وکړ چې دغه کمپلکیکس د ۱۴۴۵هجري قمری کال له پیلیدا سره په یووخت د خانه کعبې د پَردې د بدلولو لپاره په بشپړ ډول چمتووالی لري.
الحازمي ددې خبرې په کولو سره چې دکعبې شریفې د نوي پرَدې بشپړول او نصبول به په موقعې په ترټولو لوړ کیفیّت او کارندوالي سره وي ، ټينګار وکړ،ددغه کار درسته عمله د ملک عبدالعزیز د کمپلیکس چاروال دي او د اوبدنې ، جوړونې او د پلانونې بشپړ مهارت او لالوړ دقت لرونکي دي.
د خانه کبعې پرَده به د ۱۴۴۵قمری کال د محرم الحرام د میاشتې له لومړۍ شپې سره همهاله د عربستان یو شمیر مسئولانو او د خداي د کور د زیارتوالو په شتون سره په یولړ دستورو کې بدله شي.
د مسجد الحرام متولیان به د خانه کعبې د پرَدې اصلي څلور برخې بره یوسي او په هغو نوو میلو او غوټو سره ئې له محکم کونې وروسته چې له مخکې لګول شوي دي، د خدای دکور مخکینۍ پرده پرانیزي او دهغه په ځاي نوي پرده لګوي.
له دې مخکې د ذی الحجې دمیاشتې په درشل کې او په داسې حال کې چې حج تمتع حاجیان د وحي ټاټوبی ته رسیدلی وو، کعبې د احرام لباس اچولی ؤ.
د خدای د کور پرپَردې د کلام الله مجید آیتونه په د طلا ااو نقرې په نهه زره نهه سوه میټره تار سره ګنډل شوې ده.
روی پرده خانه خدا آیاتی از کلام الله مجید با ۹ هزار و ۹۰۰ متر نخ حریر طلا و نقره دوخته شده است.