ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د سورئې په دمشق کې له خپل سیال بشار اسد سره په کتنه کې د ترهګرو په وړاندې د سوریې او د مقاومت د جبهې له بریالیتوب څخه د خوښی په څرګندولو سره وویل: هیڅ ډول سیمه ایز او د سیمې ورهاخوا بدلونونه نه دي توانېدلي چي د سوریې او ایران په دوستانه اړیکو کې خنډ رامینځ ته کړي.
رئیسي په یاده غونډه کې وویل: په مقاومت او عقلانیت سره ثابته شوه چي ایران او سوریه پرحق دي او هغه هیوادونه چي تر دې وروستیو پورې د سوریې په وړاندې د ایران په دریځ باندې شک درلوده اوس دې نتیجې رسېدلي دي چي د ایران دریځ پرحق دی.
هغه یادونه وکړه : لکه څرنګه چي د ترهګرو په مبارزه کې ایران د سوریې مرسته وکړه همداسي به د دې هیواد په پرمختګ او بیارغونه کې هم مرسته وکړي.\
بشار اسد هم د ایران د مرستو په قدرونې سره، وویل: د سوریې ولس به هیڅکله د خپلو ایراني وړونو مرستې او ملاتړ هېر نه کړي او مونږ له ایران څخه غواړو چي د سوریې په بیارغونه کې هم ونډه واخلي.
په دغه غونډه کې په مختلفو ډګرونو کې د همکاریو ۱۵ سندونه د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو له لورې لاسلیک شول.