ایکناخبری آژانس د عراق نون خبري آژانس له قوله راپور راکړ،په عراق کې د فرانسې سفیر ایریک شوالي د حسینی اربعین په شپه د کربلا اوبصرې د والیانو په ملګرتیا سره د بین الحرمیّن د زیارتوالو په ټول کې حاضر شو.
د فرانسې سفیر دحسینی اربعیّن د زیارت په دستورو کې د میلیوني خلکو په شتون دحیرانتیا په ښودلو سره زیارتوالو ته د حسینی موکب خاوندانو او د کربلا د خلکو او ګورنرۍ خدمات وستایل.
د فرانسې سفیر له دې وروسته د امام حسین علیه السلام د سپيڅلی حرم دآستان له شرعي متولي شیخ عبدالمهدي کربلائي سره کتنې ته ورغی. شوالي په دغې کتنې کې په کربلا معلی کې د میلیوني زیارتوالود شتون په با په هک بک پاتیکیدا سره ووئيل ، دا پیښه په نړۍ کې ترټولو لویه او عظیمه انساني اجتماع ده. هغه همدااراز د حسینیب اربعیّن د دستورو دمنظمولو او زیارتوالو ته په خدمت رسونې کې دډله ایزې ملګرتیا او اجتماعي پيوستون هم په ورین تندي سره وستایه.