IQNA

هیچاته اجازت نه ورکوو،د ایران اوافغانستان ښې اړیکې خرابې کړي

16:21 - August 12, 2022
د خبر لمبر: 3486099
ایکنا-(تهران)د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنې کې له ایران سره داقتصادي مبادلاتو د زیاتولو په ضرورت ټينګار وکړ.

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د طالبانود موقته حکومت دخارجه وزارت مرستیال ویندوي حافظ ضیاءاحمد پرون ناوخته د طالبانو د خارجه وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره د ایران د ولسمشر د ځانګړی استازي حسن کاظمي قمي د لیدوکاتوخبر ورکړ.

د طالبانود خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي همدارازله ایران سره د تجارت او ټرانزیټ په زمینې کې د آسانتیاؤ د رامینځةکولو غوښته هم وکړه. امیر خان متقي  په دغې کتنې کې د ایران په بانکونو کې دافغان تاجرانو دبانکي حسابونو دمحدودیّت پر ختمولو هم ټينګار وکړ.

د ایران د اسلامی جمهوریت پلاوي مشرهم په دغې کتنې کې ټينګارکړی،اجازت نه ورکوي،ځینی مسئلې د دواړو هیوادونو پر اړیکومنفی اغیزې وشیندي .

ددغې ناستې په پاي کې موافقه وشوه چې د افغانستان د مختلفو  اورګانونو یو پلاوی ایران ته سفر وکړي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/05/21/2756585/%D9

captcha