ایکناخبری آژاس راپور راکړ، د قرآن کریم د نهه ویشتم نړیوال نندارتوند وري د میاشتې په اوه ویشتمه نیټه د تهران په مصلی کې مازدیګر پنځه بجې د قرآني ټولنې د یوشمیرمدیرانو، د موسیسو د مدیرانو په شتون سره او د ایران د اسلامي حمهوریت د اسلامی ارشاد او کلتور د چارو د وزیر په وینا سره د روغتیائي پروټوکولونو په بشپړ رعایتولو سره ترسره کیږي.
دغه دستورې د اسلامی ایران د قرآن کریم د اته دیرشمو سیالیو د لومړي ګټونکي هادي موحد امین په تلاؤت سره پيلیږي او په دوهمې برخې کې به د کلتور او اسلامی ارشاد وزیر ویناوکړي .
همداراز مداحان به د اهل بیت او قران کریم د ځانګړنو او توصل په باب شعرونه او مداحي وړاندې کړي او دغه راز به یو ویډیوئي فلم هم په سکرین نندارې ته وړاندې شي . وئیل شوي چې له دغو دستورو سملاسی وروسته به له پنځوبجو د شپې تردولس بجو پورې او قدر په شپو کې هم تر لس نیمو بجوپورې د عامو خلکو نندارې ته وړاندې کیږي .