ایکناخبری آژانس دپارس ټو ډې له قوله راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر امیر عبداللهیان د چین په تونشي ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په دریمې غونډې کې پخپلې وینا کې ، ددغې غونډې دترسره کیدا لپاره د چین خلق ډيموکراټیک حکومت دکوربتوب په قدرونې سره ووئیل،په افغانستان کې د یوه ټولشموله ملی حکومت له جوړیدا سره سم ددغه هیواد له ولسه د ملاتړ لپاره دیوې مالی بسپنې جوړیدا او دیوه سیمه ایز داخلی میکانزم جوړیدا یو ضرورت دی .
هغه پخپلې وینا کې ټينګار کړی،چې اوس د افغانستان د درستو قومونو ډلو ټپلو د تل پاتې او اغیزشیندونکی شتون اوګډون سره د ټولشموله حکومت د جوړیدا ضرورت یو نه انکاریدونکی واقعیّت دی ، د مونږ تمه داده چې سرپرست واکمن لوری دې په دې لړ کې لازیات عملی ګامونه پورته کړي .
د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان ټینګار وکړ، چې مونږ ټول باید هڅه وکړو ،څو افغانستان یو ځل بیا د پوځي او سیاسی کشمکشونو او نښتو په ډګر بدل نشي . بې شکه دافغانستان ولس او ګاونډي هیوادونه به ددغه شان ورانونکو نتیجو لومړني قرباني وي .
د افغانستان د ترینګلو اقتصادي حالاتو د ښه کیدا او سیاسی او اجتماعي ثبات ته د رسیدا په خاطر په افغانستان کې د مختلفو قومیّتونو د شتون واقعیّت او ددغه هیواد په حکومت کې د دوي دګډون ضرورت ته په پام سره د ټولشموله حکومت د جوړیدا په ضرورت د ایران دخارجه وزیر ټينګار، یوه ښه معنا پیدا کوي .
له بل پلوه دافغانستان په باب دملګروملتو ډیر راپورونه ، په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د انساني او اقتصادي بحران د زیاتیدا ښودنه هم کوي. دغه راپورونه ښئ چې دښځو او ماشومانو پشمول د افغانستان له نیمو زیات خلک مرستو ته اړتیا لري او دخپلو لومړنیو اړتیاؤ په تامینولو کې بې وسه دي .
په افغانستان کې بدو انساني او اقتصادي حالاتو ته په پام سره ، د اوسنیو ترینګلو حالاتو د ښه کیدا لپاره د دوي د ګاونډیو هیوادونو مرستې یو بشبړ ضرورت دی ، او د ایران خارجه وزیر وړاندیز په همدې لړ کې مطرح شوی دی ،مسلما ، د افغانستان د بدو اقتصادي او اجتماعي حالاتو لاترینګلتیا، له ځان سره د کډوالو د زیاتیدا ، په پولو کې د ناکراریو د زیاتیدا ، د نشه ایزو توکو دتولید او قاچاق پراختیا او هم د ترهه ګرو ګواښونو دډيریدا په څير د ګاونډیو هیوادونو لپاره هم جدي پایلې لري .
د ایران اسلامی جمهوریت ، د افغانستان د حکومت له نسکوریدا څو میاشتې مخکې ، د ا نساني کډوالۍ له یوې نوي څپې سره مخامخ شوی ، چې دغه بهیر په وروستیو میاشتو کې لا زیات شو او کابو یو میلیون کسانو ته ورسید.، هماغه شان چې دامیر عبداللهیان په وینا ، اوس د ایران د اټکلونو په اساس ، په ایران کې دافغان کډوالو شمیر کابو پنځو میلیونو ته رسیدلی دی چې دایران پر اقتصاد ئې ډير زیات لګښتونه تپلی دي . نو ځکه د افغانستان د اوسنیو ګډوډو حالاتو لازر ښه کیدا او دغه هیواد ته د اقتصادي روڼتیا او آرامښت او ثبات زرترزره بیرته ستنیدا ، د ایران په شمول ددغه هیواد درستو ګاونډیانو په ګټه ده .
د ایران د دیارلسم حکومت دبهرني سیاست کړچار ته په پام سره د افغانستان د بدلونونو په باب دتهران دمثبت رول د لوبونې په باب د ایران د خارجه وزیر ټينګار معنا پیدا کوي ، چې د ګاونډیتوب سیاست ، د حکومت په لومړیتوب کې دی . د ایران په خارجه وزارت کې دانډولیز کړچار او د ګاونډيتوب سیاست ، د یولسم حکومت لپاره د ایران دا سلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسي د بهرني سیاست یو لومړیتوب دی چې له نړۍ سره د یوه ځیر او هوښیار تعامل غوره سیاست یوه مهمه برخه ګڼل کیدلی شي . په لومړۍ سطحې کې د مناسباتو د پیاوړتیا په سیوري کې دګاونډیو هیوادونو له ظرفیّته استفاده او له ګاونډیانو سره د تعاملاتو زیاتیدا او د اقتصادي ډيپلوماسۍ پر پیاوړتیا مشتمل د ګاونډيتوب پر سیاست باندې ټينګار او په نورو سویو کې له دوي سره د تاؤتریخوالو کمیدا ، د ایران د اسلامی جمهوریت یو جدي پروګرام شمیرل کیږي .
اوسني حکومت ښودلې ده چې په بهرني سیاست کې انډول باندې باؤر لري او له ګاونډیو او اسلامی هیوادونو سره دملګرتیا پراختیا د ایران دبهرنیو پروګرامونو په لومړیتوب کې ده .
https://parstoday.com/ps/news/iran-i114142