IQNA

په اماراتو کې د تازه مسلمان شوو لپاره په دولسو ژبو باندې داسلامی فرهنګ کلاسونه جوړیږي

16:39 - March 26, 2022
د خبر لمبر: 3485593
تهران (ایکنا) – د شیخ زاید اسلامی کلتور خونې ( (ZHIC  د تازه  مسلمان شوو کسانو د جذبولو او د اسلامی فرهنګ  دمعرفي کولولپاره دخپل ماموریت د یوې برخې په توګه په العین  کې پخپل مرکزی دفتر او په ابوظبئ اوعجمان کې په اړونده  څانګو کې  په دولس نړیوالو ژبو مشتمل روزنیز پړاؤ ترسره کوي .

 ایکناخبری آژانس د خلیج ټایمز له قوله راپور راکړ،  دغه پروګرام  نوی جذبیدونکي کسان داسلامی فرهنګ له اصولو او د هغو له نړیوالو ارزښتونو سره  او د اسلامی تعلیماتو له لارې  ئې له ملتیا او  د اعتدال  د اصولو د ټينګیدا په موخې سره بلدوي .

په دغو پروګرامونو کې دعربی،انګریزي،روسیي ،فرانسیسي،چیني ، ماندارین او تاګلوګ پشمول په مختلفو ژبو ویناګانې او نور درسونه  شامل دي .په دغو پړاؤنو کې  پنځه مرحلې  شاملې دي ، چې په ټول کې  اویا ساعته تدریس کیږي  . په لومړۍ سویه  پکې د وضو اولمونځ د زده کړې طریقې  په نظري اوعملی توګه  ورښودل کیږي .

 همداراز په نورو سطحو کې هم ورته عقیدتي او نورو تعلیمي او اخلاقي درسونه او شخصي او ټولینز مسئولیّتونه او  او انساني تعاملات او دنورو احترام ورښودل کیږي  او دغه راز له قرآن اوحدیثونو سره بلدتیا  او عقیدتي مسئلې او نورو  ضروري چارې ورښودل کیږي .

په پایزې سطحې  کې  هم د انسانانو لپاره په واقعي نیکمرغه سره او  د ایمان  د مفهوم  او ورسره د نزدې ارتباط  معرفي کول  او په عین حال کې  د  له یوې ټولنې سره  مرسته کونکي  اخلاق په توګه د ا خلاقو په اهمیّت باندې ټينګار مسنجم دی .

https://iqna.ir/fa/news/4045008/دوره‌های-فر 

captcha