IQNA

د ایران د ولس پور مو له انګلستانه په عزت سره ترلاسه کړئ شو

16:38 - March 17, 2022
د خبر لمبر: 3485553
تهران (ایکنا) - د ایران دخارجه وزارت ویندوي ووئيل ، د ایران چارواکو د انګریزانو  په ډیرو پلمو جوړونو سره سره څه د پاسه ۴۰ کاله زوړ پور چی ۳۹۰ میلیون پونډه وو ، د هیواد خزانې ته واچوۀ.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د خارجه وزارت ویندوی سعیدخطیب زاده نن په یولړ څرګندونو کې  ایران ته د انګلستان د څو لسیزو پخوا  پور په اړه د ځینو برتانوی رسندویو انحرافی او غیرحقیقی ګومانونو په ردولو سره وویل د ایران د خلکو پور په عزت او له بلې هرې موضوع سره له ارتباط پرته ترلاسه شوې او دا چی د سویټزرلینډ له هیواد سره وو ، بی اساسه خبره ده .

ده زیاته کړه چی د ایران چارواکو د برتانیه والو په ډیرو پلمو جوړونو سره سره څه د پاسه ۴۰ کاله زوړ پور چی ۳۹۰ میلیون پونډه وو ، د هیواد خزانې ته واچوه .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی د دې خبرې په کولو سره چی د انګلستان دولت د ایران له انقلابه وروسته په بیلا بیلو پلمو سره دغه پور نه ورکاوه خو له دې سره سره ایرانی استازی بریالی شول خپل پور ترلاسه کړط شي .

ایران او انګلستان په ۱۹۷۰ لسیزې کې ایرانی لوری ته د ۱۵۰۰ چیفتن ټانکونو او ۲۵۰ زغرګاډیو د ورسپارلو لپاره یو تړون لاسلیک کړې وو .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i113578

captcha