ایکناخبري آژانس راپورراکړ،دغه نړیوال وبینار د تهران پوهنتون د الهیاتو او اسلامی معارفو د پوهنځي له خوا د؛رحمةاللعالمین نړیوالو وبینارونو د لړۍ په دوام کې ترسره کیږي چې دا ئې لومړنۍ غونډه ده .
دغه انټرنیټي ویډیوئي غونډه نن مازدیګر درې بجې پيل شوې او تر ماښام اوو بجو پورې به دوام وموي او دا په انګریزي او عربي دوو ژبو سره ترسره کیږي .
ټاکل شوې ده په دغه نړیوالو وبینار کې له عراق ، کینیډا ،امریکا ،هندوستان، انګلستان او صربستان هیوادونو څخه غوره او نامتو متفکران ویناوې وکړي او دا وبینار په سکائي روم فضا کې په https://www.skyroom.online/ch/csir.ut/ut انټرنیټي ایډریس باندې لیدلی او آوریدلی شئ