ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاندوي یوځل بیا د اقغانستان د اقتصادي کړکیچ په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د دغه هیواد بانکي او مالي سیسټم د سقوط د کندې په غاړه ولاړ دی
د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاندوي سټیفن دوجاریک پرون وویل: د ملګرو ملتو د پراختیا پروګرام په یو رپورټ کښې څرګنده کړې چې د افغانستان په اعتباري بازار کښې، نه ستانه شوي پورونه چې د ۲۰۲۰ کال په پاې کښې ۳۰ فیصده وو، په روان کال کښې ۵۷ فیصدو ته رسیدلي دي.
هغه څرګنده کړه: د ملګرو ملتو د پراختیا پروګرام اندازه لګولې چې له بانکي حسابونو د پیسو د ایستلو په دوام سره به د روان کال تر پاې پورې په افغانستان کښې بانکي ډیپوزټس، ۴۰ فیصده کموالی وکړي.
په افغانستان کښې د اقتصادي حالاتو خرابوالی په داسې حال کښې دی چې د ژمي په پیلیدو سره بې وزلي او بې روزګاري هم په پراخیدو ده.
نړیوال ارګانونه خبرداری ورکوي چې په افغانستان کښې به انساني کړکیچ د ډیرې بدې انساني غمیزې سبب شي.