په انسټاګرام کښې د شیخ زکزاکی له فارسي پاڼې څخه په نقل، تیره ورځ د نیجریا ولس مشر محمد بوهاري، د کورونا د خپریدو له مخینوي په هدف سره د بندیانو د کمیدو لپاره له ټول هیواد څخه ۲۵۰۰ بندیان ازاد کړل.
له دې سره چې په دغه بندیانو کښې ناروغه او له ۶۰ کلن بندیان شتون لري، خو شیخ زکزاکی او د هغه میرمن زینت ابراهیم له دغه بیدیانو څخه نه دي.
دې جوړې سره د دې چې په ۲۰۱۶ کال کښې د فډرال عالي عدالت د ازادی حکم ورکړی و بیا هم په جیل کښې ساتلیږي. تراوسه د نایجیریا چارواکو د دوي له ازادی څخه ډډه کوي.
راپورونه دا هم په ګوته کوي چې په کانو کې د شیخ زکزاکي منونکو د نایجیریا په اوسیدونکو کښې د کورونا سره د مقابلې لپاره ضد عفوني توکي وویشلې.