د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو برخې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د یمن دانصار ا.... ولسی غورځنګ د سیاسی دفتر یوه مسئول مقام عبدالوهاب المحبشی بیګا له العالم ټیلیویژنی چینل سره په مرکې کې په دې خبرې په ټینګار سره چې دیمن پر ښاریزو د یرغلونو د خطرې د کمولو لپاره باید دعربستان دجنوب دهوائی ډ ګرونو پوځی فعالیتونه ودرول شی ، زیاته کړې،یمن نړیوالو قوانینو ته پابند دی او د سعودی عربستان عامو عامو خلکو ته له هغو پوځی مرکزونو دلیرې کیدا لپاره چې په همداوروستیو کې پرې ټکونه شوی،پیغامونه لیږدول شوی دی .
المحبشی زیاته کړې ده ، دیمن دبې پیلوټه الوتکو غچ اختستونکی حملې پر هغو برجونو،تاسیساتو او تجهیزاتو باندې دی ، چې عربستان ئې په یمن باندې په حملې کې ورځینی استفاده کوی او دعامو خلکو د غونډیدو ځایونه تر دې دمه په نښه شوی نه دی .
د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د بې پیلوټه الوتکو یونټ نن سهار وختی دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی ، دعربستان په جنوب لویدیځ کې آبها هوائی ډګر ددغه ځواک بې پیلوټه الوتکو په نښه کړی او په دغه هوائی ډګر کې ئې پوځی فعالیتونه په ټپه درولی دی .
په عین حال کې د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام د عربستان د آبها هوایی ډګر په شیشت کې په راوستو د یمنی ځواکونو دعملیاتو په انعکاس کې ټینګار کړی ، دیمن ولس د تیریګرو د اقداماتو په وړاندې له خپل ځانه د دفاع په حال کې دی ، او دغه حق ترې هیڅوک نشی اخستلی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i82842