د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، وزارت وايي، دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي چې په نتيجه کې يې ٢٠ نور وسلهوال ټپيان شوي او ٢ مشکوک کسان نيول شوي دي.
دفاع وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پوځي عمليات په ننګرهار، کاپیسا، پروان، غزني، کندهار، ارزګان، بادغیس، فراه، بلخ، جوزجان، تخار او هلمند ولايتونو کې شوي دي.