د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د تسنیم خبری آژانس د نن شنبی د راپور په اساس،« قاضی امین وقاد » وویل: د افغانستان د حزب اسلامی مشر ژمنه کړې وه، چی ما د مشرانو په جرګه کی د نمایندګۍ لپاره، د ؤلس مشرۍ ارګ ته معرفی کړی، خو حکمتیار زما پر ځای؛ خپل زوم «غیرت بهیر»، د افغانستان په مشرانو جرګه کی د نمایندګۍ لپاره د ؤلس مشرۍ ارګ ته معرفی کړئ دئ.
وروسته له دې، چی ګلبدین حکمتیار، د افغانستان د مشرانو په جرګه کی د نمایندګۍ لپاره، خپل زوم« غیرت بهیر »، د ؤلس مشرۍ ارګ ته معرفی کړ، د یاد ګوند د رهبرۍ په شورا کی اختلافات زیات شول.
د افغانستان حزب اسلامی؛ هرکال په میلیونونو ډالره پیسې، د افغانستان له دولت سره د حکمتیار د سولې د موافقې تر نامه لاندی، د دغه هیواد د ؤلس مشرۍ د ماڼۍ، او د سولې د لوړې شورا له خوا ترلاسه کوی.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i75506