قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دهغې نظر سنجۍ نتیجې چې پرون دسکائی نیوز په ټیلیکس کې خپرې شوی ، ددې ښودنه کوی ، چې په دغې نظر غوښتنې کې ګډون کونکی ۷۹فی صد ګډون کونکی په دې اند دی چې د انګلستان په ګډون او دمیلیارډونو پونډو په مصرفولو ، په افغانستان له پوځی حملې اولس کلونو تیریدا وروسته اوس هم ، په افغانستان کې تاؤتریخوالی اوبې ثباتۍ هماغه راز دوام لری .
رسمی راپورونه هم ښئ یوازې په تیرو دولسو میاشتو کې دافغانستان په کابل اونورو ښارونو کې د ترهه ګرو حملو له امله په زرګونو کسان وژل شوی دی .
امریکا او دانګلستان پشمول دهغې لویدیځی متحدانو د ۲۰۰۱کال د ستمبر دیولسمې نیټې له حملو وروسته او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه د همدغه کال د اکتوبر په اوه مه نیټه په افغانستان یرغل وکړ اودغه هیواد ئې ونیوۀ . خو د غه حمله اوهغه پوځی نیواک چې د القاعدې ترهه ګرې ډ لې اوطالبانو د نابودولو په پلمه ؤ ، د افغانستان اوسیمې دلازیاته بې ثباته کولو او د لسګونو زره بې ګناه افغانانو د وژلو لامل شو او په دغه جنګ ځپلی هیواد کې ترهه ګری اوتاؤتریخوالی هماغه راز ورځ تربلې په زیاتیدو دی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i64481