IQNA

کراچۍ کې د قرآن حافظانو او قاریانو لمانځله

14:06 - September 14, 2016
د خبر لمبر: 3480191
نړیواله ډله: کراچۍ کې د ایران کلتوري سازمان په همکارۍ او د جماران قرآنی علمونو موسسې په مرستې د قرآن کریم ممتازه قاریان او حافظان ته د قبولې ګواهي لیک ورکولو سره ولمانځلې شو.
کراچۍ کې د قرآن حافظانو او قاریانو لمانځله

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، کراچۍ کې د ایران کلتوری سازمان او د جماران قرآنی علمونو موسسې په مرسته د جایزو ډالي کولو او د نهج البلاغه، د ټول قرآن کریم حفظ او د قرآن کریم مفاهمو مقابلو کې وتلې حافظانو او قاریانو ته د ګواهي لیک ورکولو مراسم کراچۍ کې د ایران کلتوري ادارې آمفی سالون کې پيل شو.

کراچۍ کې د ایران کلتوری سازمان مشر حجت الاسلام سید فیاض حسین نقوي، د علمیه حوزې مشر سید امیر حسین حسیني، او د علمیه حوزه استادانو نه سید محمد تقی او ځنې نورو استادانو او د قرآن کریم زده کوونکو په دې مراسمو کې ګډون کړې وو.

دا مراسم د کلام الله د آیتونو په تلاوت سره شروع شو، بیا په دری مرحلو کې د نهج البلاغه، د قرآن کریم مفاهمو او د ټول قرآن کریم حفظ کې مقابلې پيل شوې، د نتایجو اعلان نه ورستو حجت الاسلام سید فیاض حسین نقوي د قرآن کریم زدکړې اهمیت باندې تقریر وکړو.

د مراسمو په اخیره کې د مقابلو په دې دوره کې ګټونکو ته جایزې ډالي شوې او د ګواهي لیک ورکولو سره ولمانځلې شو.

captcha