IQNA

په افغانستان کې د انتقالي حکومت د جوړیدا آئيډیا اود طالبانو د سترګو پټول(مقاله)

17:23 - October 03, 2022
د خبر لمبر: 3486284
ایکنا-(تهران)د ایران اسلامی جمهوریت چې په تیرو څو لسیزو کې  ئې له داخلی جنګ او بهرني نیواک سره دافغانستان په مخامخیدنې کې تل ددغه هیواد د ولس د ګټو پر تامینولو ټينګار کړی دی ،په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کار په پیلیدا سره ئې،د ټولو قومونو په مشارکت سره د ټولشموله حکومت جوړیداله سیاسی ،اقتصادي او امنیتی ترینګلتیاؤ او بحرانونو څخه ددغه هیواد د وتلو یوازینۍ لاره معرفی کړې ده.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د حزب اسلامی ګوند ګلبدین حکمتیارد طالبانو موقته حکومت ته په یوه نوی وړاندیز کې،په دغه هیواد کې د انتقالی حکومت د جوړیدا اوه ماده ایز پلان وړاندې کړ.

ددغه پلان چورلیزپه یوه بل هیواد کې د افغانستان د مختلفو مذهبی او سیاسی لورو ترمینځ خبرې اترې دی.په څه دپاسه یو کال کې چې په افغانستان کې قدرت ته د طالبانو دبیرته ستنیدا تیریږي،په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړیدا د سیمه ایزو او نړیوالو ټولنو په تیره بیا د ایران اسلامی جمهوریت ټينګار کړی دی.

د ایران اسلامی جمهوریت چې په تیرو څو لسیزو کې  ئې له داخلی جنګ او بهرني نیواک سره دافغانستان په مخامخیدنې کې تل ددغه هیواد د ولس د ګټو پر تامینولو ټينګار کړی دی ،په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کار په پیلیدا سره ئې،د ټولو قومونو په مشارکت سره د ټولشموله حکومت جوړیداله سیاسی ،اقتصادي او امنیتی ترینګلتیاؤ او بحرانونو څخه ددغه هیواد د وتلو یوازینۍ لاره معرفی کړې ده.یوه داسې آئيډیا چې  اوس له طالبانو دپه یوې ملی او نړیوالې غوښتې بدله شوې ده . په افغانستان کې د مذهبی او قومي لورو دزیاتیدا په دلیل  دانصحار پالو حکومتونو د ناکامۍ تاریخي مخینې ته په پام سره،د یوه ملي اوټولشموله حکومت جوړیدا،په دغه هیواد کې یو تل پاتې ترټولو مهم ضرورت حسابیږي او په دغه هیواد کې ددرستو قومونو او ډلوټپلو غوښته ده.

د افغانستان د سیاسی چارو یوکارپوه سعیدمختاري په دې باب وائي،د ټولشموله حکومت د جوړیدا لپاره دطالبانو ژمنتیا او په افغانستان کې د درستو سیاسی لورو  دتائيدوړ اساسی قانون په اساس حکومت جوړونه، طالبانو ډله ددغه هیواد په ډګر کې پوځي نه بلکې یوه سیاسی ډله بریښولی شي.

  دې ته په پام سره چې نړیواله ټولنه هماغه شان په افغانستان کې دطالبانو دحاکمیّت دپيژندلو لپاره دلچسپي  نه لري، په دغه هیواد کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړیدا ضرورت ئې له بل هروخته زیات کړی دی. که څه هم  طالبان په افغانستان کې د موقته حکومت دجوړیدا مدعی دي،خو هماغه شان  د ملی او ټولشموله حکومت لوازماتو ته بې پامي کوي چې د خلکو تعلیمي او اجتماعي حقوقو په تیره بیا د میرمنو  او دانجونو دښونې د حقوقو رعایتول، له ترهه ګرو ډلو ټپلو سره مبارزه،پر نورو هیوادونو باندې د حملې لپاره د افغانستان له خاورې نه استفاده او د سیاسی ډلو دفعالیت لپاره د مناسبې زمینې جوړول  پکې شامل  دي.

د افغانستان دمشرانو جرګې پخوانی مشر فضل هادی مسلم یار هم په دې باب وائي،طالبان دا ظرفیّت لري چې درستې سیاسی ډلې ټپلې د یوه ټولشموله حکومت تر چترۍ لاندې راغونډې کړي څو افغانستان یوې حقیقي سولې او ثبات ته ورسیږي.

 په هرحال د ګلبدین حکمتیار له خوا د ټولشموله حکومت د جوړیدا دپلان وړاندې کیدا چې هماغه شان د طالبانو ترسیوري لاندې ژوند کوي،د دوي په سیاسی پروګرامونو کې ئې بیا کتنې ته ددغې ډلې دپآم لپاره یو نوی فرصت برابر کړی دی.البته طالبانو ډله  چې د د تیر کال په اګست کې بیرته واک ته رسیدلې ده،ژمنه کړې وه چې د حکومت په جوړولو کې،درستو ملي ظرفیّتونو ته پام کوي. شک نشته چې نړیواله ټولنه  هم په افغانستان کې د ملی حکومت د جوړیدا له آئيډیا ملاتړ کوي او د طالبانو دغه شان کړچار به نه یوازې  د افغانستان د  حکومت د جوړښتي مشکلاتو له اساسی حل سره په تیره بیا د نړیوالې پيژندنې له چارې سره مرسته وکړي، بلکې د افغانستان د راتلونکي حکومت د سیمه ایزې او نړیوالې ملګرتیا لپاره به لازمه زمینه هم برابره کړي.

 په یوې کلي جمع بندۍ کې باید ووئیل شي،د افغانستان ټولنه،د مذهبی او قومي پلوه ډول ډول جوړښټونه لري او طالبان باید له موجوده درستو ظرفیّتونو څخه د یوه حکومت د جوړیدا لپاره استفاده وکړي او په دغه ډګرکې هرډول قوم پال کړچار ،ددغه هیواد دملی امنیت او ګټو په خلاف  دی او په افغانستان کې بحران رامینځةکولو ته لمن وهلی شي.په دې مینځو میان کې د سیاسی جوړښت او د دسیاسی بهیرونو دځائيګي دمشخص کولو لپاره دنوي اساسی  قانون برابرول مهم دي او طالبان باید  دډې اهتمام وکړي.یوه داسې چاره چې تر دې دمه طالبانو ورباندې سترګې پټې کړي دي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i121832

captcha