IQNA

الازهر پوهنتون د الهی دینونو د یوځاي کیداادعا د الحاد دودول وبلل

16:59 - September 25, 2022
د خبر لمبر: 3486267
ایکنا-(تهران)د مصر د الازهر شیخ مفی احمد الطیب په یوه واحد دین کې د  الهي دینونو یو ځاي کیدا په باب دعجیبه  ادعا دمطرح کیدا په نسبت په خبرداري ورکولو سره  ددغې مطرح کیدا هدف د دینونو خرابول او دالحاد دودول وبلل.

 ایکناخبری آژانس دالجزیره له قوله راپور راکړ،شیخ الازهر  شیخ احمد الطیب  په قزاقستان کې دنړۍ ددینونو درهبرانو په کنفرانس کې  په یوه واحد دین کې د الهي دینونو د ادغام کیدا په باب  مطرح شوي ادعا د دینونو دله مینځه وړلو او د الحاد ددودولو په موخې سره بللې او په دې باب ئې خبرداری ورکړی دی.

شیخ احمد الطیب پخپلې وینا کې روښانه کړې ده ،سره له دې چې تل د مختلفو دینونو درهبرانو او دعالمانو ترمینځ دسولې ټينګیدا ته د لومړیتوب د ورکولو غوښتونکي یوو،په عین حال کې  بلنه ،هیڅکله هم  په یوه واحد دین کې ددینونو د ادغام یا یو ځای کیدا په معنا نه ده . هیڅ یو عاقل داسې نه کوي  او هیڅ یو مومن  په هر یوه دین کې چې وي، دا  نمي.

 شیخ الازهر ټينګار وکړ،زما په اند،ددینونو یو ځاي کیدا وړاندیز،ددغو دینونو لپاره یو ورانونکی وړاندیز دی  او ددغو دینونو د جرړه ایستلو  په موخې سره مطرح شوی دی.

 احمد الطیب د اسلام ،مسیحیّت  او یهودیت ددینونو د یو ځاي کیدا لپاره   مطرح شوي هلې ځلې  او دهغه څه رامینځةکیدا چې  هغه ؛ابراهیمی دین ؛ بللی په سخته محکوم کړ. ځینو نورو هم په ابوظبئ کې د بیت ابراهیمی دجوړیدا اعلان چې په یوه جومات،یوې کلیسا او یوې کنیسې مشتمل دی،ددینونو د مخلوط  کیدا له آئيډیا سره  اړونده بللی دی.

 متحده عربی اماراتو له دې مخکې اعلان کړی ؤ چې  راتلونکي کال په ابوظبئ کې د؛ابراهیمي بیَت یا کور ؛ د افتتاح په مناسبت  یو جشن جوړیږي چې  په هغه ځاي کې به یو جومات،یوه کلیسا او یوه کنیسه په یوه ځاي کې وي.

 د متحده عربی اماراتو د پنجشنبې ورځې  لمونځ  لیدتوګه هم  د عربانو نړۍ ته د دینونو د یوځاي کیدا د لیدتوګې  سرچینه بلل شوې ده .الازهر  ددغې لیدتوګې په ملنډې بللو سره دا په کلکه محکومه کړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4087567/%D8%

captcha