ایکناخبری اژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران لمونځ ګزار او موقعه پیژاند ولس پرون له جمعې لمانځه وروسته د اسلامي ایران په بیلابیلو ولسوالیو او ښارونو او په پلازمینې تهران کښې د جمعې لمانځه له ترسره کولو وروسته د بلواو، ناامنۍ او د ګډوډې رامینځته کونکو اقداماتو پرضد لاریون وکړ.
لاریون کونکو د شعارونو په ورکولو سره بلواوې ، ناامنۍ او د ګډوډې رامینځته کونکي اقدامات وغندل.
د دغو لاریونونو په پاې کښې د ګډوډۍ د رامینځته کونکو اقداماتو او د دیني سپیڅلتیاو د سپکاوي او د فتنه ګرو کسانو د غندلو لپاره د ایران د خلکو د سترو مظاهرو په پاې کښې یو پریکړه لیک هم ولوستل شو چې د بلواګرو ورانونکي اقدامات پکښې غندل شوي .