IQNA

قران څه وايي/۱۶

دوه دلیلونه شته چې خدای زوی نلري

15:48 - July 04, 2022
د خبر لمبر: 3485954
تهران(ایکنا)- په قران کریم کښې دوه دلیلونه شته چې د خدای لپاره د زوي له نفي سره اړونده دي.

دوه دلیلونه شته چې خدای زوی نلريمفسرانو دغه دوه دلیلونه د قران کریم د بقرې سورې د یوسل اولسم ایت پراساس بیان کړي دي.

د خدای پاک قدرت او له هغه د کار اخیستلو څرنګوالی داسې موضوع ده چې د دیندارانو د پام وړ ده او د هغه د دقیق انځور بڼه خپلیدل نورو عقایدو ته اړخ ورکوي.

د نړۍ او د انسان راپنځول په هغو مسائیلو کښې راځي چې له همدې موضوع سره په ارتباط کښې ټاکل کیږي.

په دې هکله په قران کښې یو ایت شته چې مفسرانو د هغه په ارتباط پراخ بحثونه مطرح کړي دي:

«بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ و َإِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ؛

(هغه)د اسمانونو او ځمکې راپنځوونکی (دی)او  کله چې د کوم کار اراده وکړي یوازې وايي (موجود) شه نو ( سمدستي موجود) کیږي»( بقره/۱۱۷)

دغه وینا له هغه مخکې د یوه ایت پراساس د یهودیت او د عیسایت دین د هغو کسانو نظرونو ته چې باوري وو خدای پاک زوی لري یو ډول ځواب دی. په هغو کښې ځینو کسان ویل چې « عزیز د خدای زوی دی»او ځینې نور کسان باوري وو چې «مسیح د خدای زوی دی». دغه جمله دغه راز په خلقت کښې د خدای پاک ج د واکمنۍ خبره کوي.

د ایران ستر عالم علامه طباطبايي د قران کریم له دغه ایت څخه دوه استدلالونه اخیستي دي چې د خدای د زوي زیږیدل ردوي.

لومړی دلیل دا چې د زوي اخیستل هغه وخت ممکن کیږي چې یو طبیعي موجود خپل ځینې طبیعي شیان له خپل ځان څخه جلا کړي او بیا په سوکه سوکه تربیت سره هغه د خپل ځان په شان کړي.

له یوې خوا خدای هیڅ جسم نلري، بلکې هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کښې دي د هغه لپاره دي او په خدای باندې تکیه لري. نو بیا څرنګه ممکنه ده په موجوداتو کښې یو موجود وکولای شي د هغه زوی وي او د هغه ځانګړتیاوې ولري؟

دوهم دلیل دا چې د قران کریم د ایت پراساس خدای پاک د اسمانونو او د ځمکې راپنځوونکی دی او ټول شیان له بیلګې پرته خلقوي. نو د خدای عمل د نورو خلکو د عمل په شان په تقلید، تشبیه او  سوه سوکه ډول نه ترسره کیږي او خدای پاک  د کارونو په ترسره کولو کښې کومې وسیلې او شیانو ته هیڅ اړتیا نلري. خدای پاک یوازې همدا چې ووايي «موجود شته» سمدستي هغه شی  موجود کیږي. نو په دې توګه څرنګه کولای شوو ووایو چې خدای پاک زوی لري ، په داسې حال کښې چې د بچي زیږول تربیت او تدریج ته ضرورت لري.

په اثنی عشري تفسیر کښې لولو:«کن فیکون» ښودنه کوي چې یوازې په دې سره چې خدای پاک اراده وکړي سمدستي هماغه کار ترسره کیږي.

د خدای اراده د هغه د حکمت ، مصلحت او د اختیا په وجه ده او د شیانو رامینځته کول د خدای له ارادې پرته بل هیڅ شرط ته ضرورت نلري.

تفسیر نور کتاب د قران کریم د دغه ایت دوه پیغامونه بیان کړي دي.

(۱) د خدای پنځون ، تل بدیع او ابتکاري یعني له نوښت څخه ډک دی. «بَدِيعُ»

(۲) خدای پاک کولای شي په یوې شیبې کښې ټوله هستۍ راوپنځوي؛«» هر وخت چې د خدای حکمت غواړي یوشمیر علتونه  وي سوکه سوکه خلق کیږي.

تړلې خبرونه
captcha