IQNA

قرآني سورې/ 3

ال عمران د قران کریم دریمه سوره ده

15:40 - May 20, 2022
د خبر لمبر: 3485812
تهران(ایکنا)- ال عمران سوره د قران یوه تر ټولو اوږده سوره ده

چې د حضرت یحیی او د حضرت مسیح په شان د پیغمبرانو زیږیدا او ژوند په شمول بیلا بیلو موضوعګانو پکښې اشاره شوي ده چې د ټولو پړاونو لپاره د بیلګې په توګه د دسیسو او د دوښمنیو په مقابل کښې د انبیا علیهم السلام د تاریخي مقاومت موضوع ته اشاره شوي ده.
ال عمران د قران کریم دریمه سوره ده .
دغه سوره ۲۰۰ اینونه لري او د قران په دریم او څلورم جز کښې ده.
د ال عمران په نوم د دغه سورې نومول د دغه سورې په دوو ایتونو کښې د «عمران »ټکي شتون دی . درې دیرشم ایت کښې د عمران کورنۍ او په پینځه دیرشم ایت کښې د حضرت مریم سلام الله علیها پلار عمران ته اشاره شوي ده .
د دغه سورې بل نوم «طیبه» یعني له ککړتیاو او تورونو څخه پاک او پاکیزه ده چې له تورونو او ګناهانو د حضرت مریم(س) پاکۍ ته اشاره لري.
په دغه سورې کښې چې د نازلیدا په ترتیب کښې ۸۹ سوره ده چې په پیغمبر نازله شوي ده پکښې د دریو سترو شخصیتونو یعني د حضرت یحیی علیه السلام ، د حضرت مریم سلام الله علیها او د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړو شرح بیان شوي ده.
د ال عمران سورې ایتونه مدني دي یعني په مدینه کښې نازل شوي دي او ځینې تفسیر لیکونکو ویلي چې دغه سوره د بدر او د احد دوو جنګونو ترمینځ نازله شوي ده چې د اسلام په سرکینیو(صدر اسلام) کښې د مسلمانانو د ژوند یو تر ټولو حساس پړاو نندرې ته وړاندې کوي.
د تفسیرالمیزان» کتاب پر اساس د ال عمران سورې اصلي هدف ، د اسلام د دوښمانانو په مقابل کښې اتحاد ،صبر او استقامت ته د مومنانو وربلل دي.
د ال عمران سورې تر ټولو مهمې موضوعګانې :
- توحید او معاد
ـ جهاد
- اسلامي احکامو ته پام کول:
د ال عمران سورې په یوې برخې کښې ،د مسلمانانو د صفونو د وحدت په زمینه کښې اسلامي احکامو، خانه کعبه ، د حج د فریضې ، امر به معروف و نهي از منکر او تولی او تبری او د امانت موضوع ،د خدای په لاره کښې انفاق ، د دروغو پریښودلو ، د بیلا بیلو الهي ازمیښتونو اود مشکلاتو په مقابل کښې صبر کولو ته اشاره شوي ده .
ـ د مسلمانانو د وحدت ضرورت :
- د پیغمبرانو تاریخ ته اشاره :

تړلې خبرونه
captcha