IQNA

تهران کښې د فلسطینۍ خبریالې د درنښت دفتر پرانیستل شو

17:30 - May 14, 2022
د خبر لمبر: 3485800
تهران (ایکنا)- د فلسطین د خبریالې میرمن شیرین ابو عاقله د شهادت په مناسبت د هغې د درنښت او د تسلیت د ویلو د دفتر د پرانیستلو مراسم

تهران کښې د فلسطینۍ خبریالې د درنښت دفتر پرانیستل شونن په تهران کښې د فلسطین په سفارت کښې ترسره شول .

د ایکنا خبري اژانس خبریال وايي په تهران کښې د فلسطین د حکومت سفارت د فلسطینۍ خبریالې میرمن شیرین ابو عاقله په شهیدولو کښې د اسرائیلي ځواکونو له جنایتکارانه اقدام وروسته په تهران کښې د فلسطین په دفتر کښې د هغې د درنښت او د تسلیت د ویلو دفتر له نن څخه تر راتلونکي دوشنبې ورځې پورې پرانیست .

دغه مراسم د کویت د عمان د میکسیکو په شمول په تهران  کښې د بیلابیلو هیوادونو د سفیرانو په ګډون سره ترسره شول او هر یوه سفیر په تهران کښې د فلسطین په دفتر کښې په شتون سره د شیرین ابو عاقله د درنښت په کتاب کښې په بیلابیلو ژبو باندې خپل د تسلیت پیغام ولیکه .

4056841

 

captcha