IQNA

قران کریم څلور کورنۍ د بیلګې او عبرت په توګه معرفي کوي

14:28 - May 09, 2022
د خبر لمبر: 3485775
تهران ( ایکنا)- قران کریم څلور(۴) ډوله کورنۍ د بیلګې او د عبرت په توګه معرفي کوي او د دغو بیلګو د معرفي کولو په چوکاټ کښې دي

چې د  کورنۍ د جوړولو د اصلي اډانۍ او د دوو(۲) اصلي چورلیزونو په توګه د مور او د پلار رول او د کورنۍ اهمیت له الهي او قراني لیدتوګي مطرح شوی دی .

لومړنۍ ډول  کورنۍ چې تر ټولو لوړه کورنۍ ګڼل کیږي دا ډول بیلګه د امیر المومنین حضرت علي علیه السلام او د حضرت زهرا سلام الله علیها په سپیڅلي وجود کښې ښکاره شوي ده .

دغه دوه(۲) بزرګواران په خیراتو کښې هم فکره او غږمله او د ښه والي ، نیکۍ او د پاکیزګۍ په لوړ حد کښې دي .

د دغه بیلګې واده نتیجه د بشر د تاریخ د ټولو ښو بچیانو حضرت امام حسن علیه السلام او د امام حسین علیه السلام زیږیدل دي .

د کورنۍ بل ډول چې قران هغه د عبرت په توګه معرفي کړي ده ، د لومړۍ بیلګې مقابل ټکی دی او د دغه کورنۍ ښځه او خاوند هر دواړه د خباثت په اوج او په باطله لاره کښې له یوبل سره هم فکره او غږمله دي .

دغه دوه (۲)کسان ابو لهب او د هغه ښځه ده چې قران کریم دغه دوه کسان د ظالمو کسانو په توګه معرفي کړي دي او قران کریم  یوه سوره ورته بیله کړي ده او  دوې تر ابده پورې د متعال خدای په نفرین او خیرو باندې ککړ شوي دي .

دریمه(۳) کورنۍ له ښه سړي او بدې ښځې سره اړونده ده .

په دې هکله قران کریم د لوط ښځه او د نوح ښځه معرفي کړي ده .

د لوط او د نوح ښځو اخلاقي فساد نه درلود بلکې د فساد عقیده  یې لرله او د پیغمبر له عقیدې سره مخالفې وې .

څلورمه(۴) کورنۍ د هغو کسانو په هکله ده چې سړی  یې بد او ښځه یې ښه ده او فرعون او د هغه میرمنه دغه بیلګه دي .

دغه ښځه په داسې کور کښې چې فرعون یو ظالم او جنایتکار و وتوانیدله خپل ایمان حفظ او وساتي .

که چیرې قران کریم دغه څلور(۴) ډوله کورنۍ د بیلګې او د عبرت په توګه معرفي کوي له الهي او قراني نظره د کورنۍ د جوړولو د اصلي اډانۍ او د دوو اصلي چورلیزونو په توګه د مور او دپلار رول او کورنۍ د موضوع د اهمیت ښودنه کوي .

د دغو بیلګو په څنګ کښې هغه سپارښتنه چې بیا بیا په قران کریم کښې شوي ده د مور او د پلار د مقام او د رول په  هکله ده .

قران کریم د لمانځه له ادا کولو وروسته خپلو مومنو بندګانو ته له خپلو پلارانو او میندو سره د احسان او د نیکۍ سپارښتنه کوي .

(دا د ایران د ختیځ یوه ښار کاشمیر د جمعې لمانځه د امام سید کاظم طباطبايي له وینا څخه راخیستل شوي یوه برخه ده . https://khorasan.iqna.ir/fa/news/3698283

بچوې: قران کریم ، مادر ، پدر ، بد
captcha