IQNA

په ازبکستان کې د قرآن کریم ترټولو لرغونې نسخې ترمیم

20:03 - June 20, 2021
د خبر لمبر: 3484378
تهران(ایکنا) - د ازبکستان د کلتوری چارو وزارت د فرانسې د لوور موزې له کارپورهانو په مرسته د قرآن کریم له ترټولو لرغونې نسخې ترمیم خبر ورکړ.

د ازبکستان د کلتوری چارو وزارت د هنر او کلتور پراختیا صندوق د قرآن کریم تر ټولو لرغونې نسخې چې په کاتا لانګار مشهور ده، او له اتمې پیړۍ سره تړون لري، ترمیم کړه.
د آذر تاج خبري آژانس خبر ورکړ چې له فرانس لوور دوه کارپوهان د دې نسخې د ترمیم لپاره غوښتلې شوې دي.
د دې نسخې د ترمیم کار به په دریو مرحلو کې ترسره شي. لومړۍ مرحله یې ۲۰۱۹ کال، دویمه یې د ۲۰۲۰ کال، او وروستۍ مرحله یې د سږ کال په مه میاشته کې تکمیل شوې ده.

په ازبکستان کې د قرآن کریم ترټولو لرغونې نسخې ترمیم
3978512

captcha