د انګلستان اسلامي مرکز په یو بیان کې خبر ورکړ: دا لمانځغونډه به د روان کال د جولای په لومړۍ نیټه په دریو ژبو: فارسي ، عربي او انګلیسي کې، په آنلاین او شخصی ډول ترسره شي، او له بیلابیلو پروګرامونو سره به یوځای کیږي.
وینا کونکي به په دې پروګرام کې په دریو ژبو وینا وکړي، او لیکچرونو موضوع "د هر چا ترمنځه د امام رضا (ع) د شهرت لامل څه و؟" ټاکلې شوې دی.
د فارسۍ ژبې ویناوال به حجتالاسلام والمسلمینرضالونی، د عربی ویناوال به حجتالاسلام والمسلمین شیخ محمد الرفیعي او د انګلیسي ژبې به حجتالاسلام والمسلمین فرزدق رضوی وي.
د قرآن کوربه او تلاوت کونکی به جعفر صالحي وي ، او د فارسي ژبې ویاړونکي "حاج بهزاد مولایي" ، د عربي ژبې "ملا باسم الدراجي" او د انګلیسي ژبې "ضیغم علي شان" اعلان شوې دی.
د پروګرام پیل وخت ماښام 7 بجې دی او د مغرب او عشاء لمونځونووخت یې د پای وخت اعلان شوی او دا مراسم به د روژې د مبارکې میاشتې د قرآن کریم سیالیو د جایزې د ورکولو سره یوځای ترسره شي.
امام رضا (ع) په هجري قمري ۱۴۸کال د ذیقعدې په یولسمه په مدینه کې زیږیدلی او د سه شنبې په ورځ د تیر په لومړۍ نیټه د دغه ستر امام د زیږون کلیزه ده.
3978244