« یوهان ولفگانگ فون گوته» د المان په وایمار کې د ۱۷۴۹ کال په اګست میاشتې په ۲۸ نیټي ویږید او په ۱۸۳۲کال کې د جرمني په وایمار کې ومړ، هغه د جرمني ادبیاتو اصلي کار و، هغه د ۱۸مې او ۱۹ مې پیړۍ د اروپا او نړۍ د ادب یوه وتلې څیره شمیرلې کېږي. جرمني ګوته، انګلیسي شکسپیر، یوناني هومره او ایتالیایي دانته د اروپا د ادبیاتو څلور ستنې ګڼلې کېږي.
فطرس میډیا(شیعي او اسلامي مستند فلمونو جوړونکی مرکز) له ګوته بنسټ او یونسکو نړیوال سازمان سره په همکارۍ د ګوته لاس لیکنې ترلاسه کړې دي چې هغه له لویدیځ مسیحي لخوا شیعي ختیځ په لور یو کلتوري پل ګڼلۍ شو.
د یوهان ولفگانگ فون گوته په لیک کې د علي ولي الله لیکنو شمیر دومره ډیر دی چې لکه هغه د دې جملې لیک د خاص مقصد او یادونې لپاره کولو.
د فطرس میډیا په مستند کې د ګوته بنسټ مشر برنارد فیشر، د فارسي ادب څیړونکی رضا بیات او جرمني څیړونکې آني ماري شیمل د دې رسم الخط څیړنه کوي.
د دې لاس لیکنو ځینې برخې قرآني آیتونه دي او په هغې کې بسم الله الرحمن الرحیم او د ناس سورې آیتونه لیکلې شوې دي.